د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د نړیوالو مرستو پرته به رسنۍ وپايېږي؟


د ملي احساس ورځپاڼې خبریال کریم الله ګوهر وايي، رسنۍ تر ډیره پر نړیوالو مرستو تکیه لري او که مرستې ودریږي، نو ښايي ګڼې رسنۍ له فعالیته ولوېږي

په خوست کې دا مهال لس غږیزې او تصویرې رسنۍ همدارنګه یو شمیر چاپي مطبوعات په فعالیت بوخت دي، په تیر وخت کې له یادو رسنیو سره بهرنیو ډونرانو د ځینو خپرونو یا اعلاناتو د خپریدا په بدل کې مالي مرسته کوله، چې په دې وروستیو د خوست له ډیرو رسنیو سره یادې مرستې ختمې شوي دي.


د یادو قراردادونو له فسخه کیدو وروسته دا اندیښنې راپورته شوي، چې د ډونرانو له مالي ملاتړ پرته ممکن یو شمیر رسنۍ له فعالیته ولویږي.

په خوست کې دا مهال په خصوصي سکټور کې ګڼې لیکنۍ، غږیزې او انځوریزې رسنۍ په محلي کچه په فعالیت بوختې دي، چې بیلابیلې سیاسي، مالوماتي او ټولنیزې خپرونې همدارنګه د خوست، هیواد او سیمې د هیوادونو د پيښو او پرمختیاوو په اړه تازه او نوي مالومات خپلو مینه والو ته وړاندې کوي.

په یادو رسنیو کې په لسګونو ځوانان د نشراتو او تخنیک په برخو کې فعالیت لري، چې له دوی څخه ځینو يې پخوا له اړوندو رسنیو څخه لږ یا ډیر معاشونه ترلاسه کول، ولې په دې وروستیو کې ډیری خارجي ډونرانو چې له رسنیو سره خپل قراردادونه فسخه کړي، نو دا اندیښنې خلکو، د رسنیو فعالانو او د چارو کتونکو مخې ته راټوکیدلي، چې د محلي رسنیو یوه برخه ممکن تر ډیره ونه پایږي او اقتصادي ستونزې د دوی د رکود او سقوط لامل شي.

ازاد خبریال مالي خان یعقوبي مشال راډیو سره په خبرو کې د نوموړې موضوع په اړه وايي ، که چیرې له رسنیو څخه د اعلاناتو په بدل کې د ټاکل شویو پیسو ورکړه، بیرته پیل نه شي نو ممکن محلي رسنۍ له زیان سره مخامخې شي:

((زما له انده دا رسنۍ چې نن سبا په خوست کې فعالیتونه کوي او دوی ته هغه بودجه، چې پخوا د یو شمیر ډونرانو له خوا ورکول کیده او دا مهال بنده شوې ده، ورکړه يې له سره پیل نه شي، نو یادې رسنۍ به له زیان سره مخامخې شي.))

د کریم الله ګوهر په نوم د ملي احساس ورځپاڼې یو تن خبریال وايي، چې محلي رسنۍ تر ډیره د نړیوالو په مرستو بسیا دي او که چیرې دا ډول مرستې ودریږي، نو کیدای شي ډیری رسنۍ له فعالیته پاتې شي:

((دا کومې رسنۍ چې په خوست کې فعالیت کوي او خصوصي رسنۍ دي، دا تر ډیره د خارجیانو په قراردادونو ولاړې دي، نو که نړیوال له دې رسنیو سره خپلې مرستې بندې کړي، زما له انده یادې رسنۍ به له فعالیته وغورځیږي.))

په خوست کې د یوې غږیزې خصوصي رسنۍ مسوول اسماعیل حقمل وايي، چې د رسنیو تر منځ نا سالمه سیالي د دې لامل شوې ده، چې د ځینو محلي رسنیو د بازار موندنې لپاره خواري په اوبو لاهو شي:

((یوه لویه ستونزه چې د مارکیټینګ یا بازار موندنې په برخه کې نن سبا محلي رسنۍ ورسره مخامخې دي، هغه دا دي، چې د رسنیو په منځ کې ناسالم رقابت یا سیالي موجوده ده، که یوه رسنۍ اعلان له شرکتونو څخه په دوه سوه افغانۍ اخلي، بله راډیو د همدې قیمت نیمايي وړاندې کوي او په دې توګه لومړنۍ رسنۍ مایوسه کیږي.))

محمد اسلم قانوني هم، چې په خوست کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول دی، وايي چې محلي رسنۍ باید تر ډیره بریده په کورنیو اقتصادي سرچینو تکیه وکړي:

((زموږ راډیو تر دې دمه نه له چا مرسته اخیستې او نه به دا هڅه وکړي، محلي رسنۍ کولای شي هغه شمتن شرکتونه چې په نړیواله کچه یا د افغانستان په کچه کار کوي، له هغوی څخه سوداګریز اعلانونه تر لاسه کړی.))

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین شاه الفت د محلي رسنیو اقتصادي انديښنې پر ځای بولي، خو وايي چې په پیل کې رسنیو د خپل پایښت په مالي سرچینو فکر نه وو کړی، دی وايي هڅه به وکړي رسنیو ته کورنۍ مالي سرچینې پیدا کړي، تر څو د دوی د دایمي پایښت چانس ډیر شي:

((یوه ستونزه چې پخوا موجوده وه، له بده مرغه په افغانستان کې هم په خصوصي سکټور کې او هم په حکومتي برخه کې، دوی د ځان بسیاینې لپاره منظم پلانونه نه درلودل، دوی سره په پیل کې ډیر کسان مصروف ول او دوی ډیرې خپرونې کولې، خو په دې يې فکر نه وو کړی، که چیرې قراداودنه ورڅخه فسخه کیږي، نو دوی باید څه وکړي؟
((زموږ هڅه به داوي چې تر دې وروسته محلي رسنۍ له کورنیو اقتصادي منابعو څخه تمویل کړو،په دې کې موږ د بازار موندنې مسلکي زده کړې ګټورې بولو او دې ته مو پام دی، تر څو له دې لارې رسنۍ په دوامداره توګه پایښت وکړي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې دا مهال له یو شمیر چاپي رسنیو سربیره لس بیلابیلې غږیزې او تصویري رسنۍ فعالیت لري، چې ځینو يې تر دې وروستیو له خارجي ډونرانو سره قراردادونه درلودل، کتونکي د خارجي ډونرانو له مرستو پرته د ډیریو سیمه ییزو رسنیو په حیات او داوم باور نه لري.
XS
SM
MD
LG