د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کلي کې ژوند او کراچۍ کې مو کاروبار خراب شو"


د خېبر عزیز د شپږو لاریو چې ټینکرې پرې بار وې مالک و، خو اوس هغه خپلې ټینکرې په کباړیانو خرڅې کړې. او لارۍ یې هم بې له ټایرونو په زمکه پرتې دي

کراچۍ :د کراچۍ په شیرین جناح کالونۍ کې د سمندر څنډې ته د تېر شوي سرک دواړو غاړو ته ګڼ شمیر د تیلو ټېنکرې پرتې دي، چې تقریبا ټولو زنګ نیولی دی او کباړیان یې په ماتولو بوخت دي.


خواوشا ۲۲ میاشتې مخکې په همدې ټینکرو کې په افغانستان کې میشت د نیټو او ایساف ځواکونو ته د کراچۍ څخه تېل وړل کیدل.

د خېبر ایجسنۍ عزیز د شپږو لاریو چې ټینکرې پرې بار وې مالک و، خو اوس هغه خپلې ټینکرې په کباړیانو خرڅې کړي دي . او لارۍ یې هم بې له ټایرونو په زمکه پرتې دي.

((دا صرف ټېنکر په ۶ لاکه روپۍ موږ اخیستی دی ، اوس یې به کباړیانو په ۲ لاکه او ۲۰ زره خرڅوو. نېم په نېمه ټېنکرې تراوسه ماتې شوي دي او پاتې ماتیږي لګیا دي . خلک بې سوره شوي دي ، خرچه ورسره نشته. لارۍ هم ماتې ګوډې اخوا دېخوا ولاړې دي .په کراچۍ کې مو کاروبار خراب شو او په کلي مو ژوند. زموږ خو همدغه د ټرانسپورټ کاروبار و، هغه هم لاړو ختم شو))


د یاد کاروبار سره د اړونده یو ټیکدار شاکر اپرېدی وایي ، د تیلو وړلو د کاروبار سره د خېبر د قبایلي سېمې خلک تړلي دي . د هغه په وینا ددې کاروبار ختمیدو سره د همدغو خلکو په کاروبار بد اغیز پریوتلو.

((چې نیټو سپلایي بنده شوې ده ،ددې غټ اختر پورې به یې دوه کاله پوره شي.دا وګوره ډېرې ټینکې کټ شوی،او څادرې یې لاهور ته لاړې . په دې کې زیاتره لارۍ د خېبر د خلکو وې. دې کې داسې لارۍ شته چې خلکو ته په یو یو کروړ روپۍ پریوتي دي خو اوس یې څوک په ۴۰ لاکه هم نه اخلي ، دلته ولاړې دي ،زنګ ووهلې ،خرابې یې کړې))

د ټېنکرو د اتحادیې آل پاکستان ټېنکرز ایسوسي ایشن یو چارواکي مشال ریډیو ته ویلي ، د ۵ زرو په شاوخوا ټینکرو به افغانستان کې میشت بهرنو ځواکونو ته له کراچۍ څخه تېل چلول، د کله راهسې چې د تیلو سپلایي بنده شوې ، نو نزدۍ ۲ زره لارۍ افغان ټرانزټ او یا هم نیټو ته د کنټینرونو په وړولو کې بوختې شوې خو پاتې نورې په زرګونو لارۍ د سمندر په غاړه ولاړې وې چې اوس خرابې شوي او په زمکه کیښناستلي دي.


ددوي په وینا د اوږدې مودې له انتظار او په ۲۰۱۴ کال کې د نیټو فوځونو د افغانستان څخه د وتنې د اعلان روسته اوس د ټینکرو مالکان مجبور شوي دي چې خپل دغه کاروبارونه په کباړ خرڅ کړي.

یاده دې وي د۲۰۱۱ کال د نومبر په ۲۶ نېټه د نیټو ځواکونو لخوا په سلاله چیک پوسټ د حملې روسته پاکستان نیټو ته ددغه هیواد له زمکنۍ لارې د تیلو او نور سامان سپلایي بنده کړې وه ، که څه هم دغه بندیز بیا روسته لېرې کړې شو، خو د افغانستان د تیلو رسد د مختلفو وجوهاتو له کبله تراوسه شورو شوی نه دی. چې ددې له امله د قبایلي سېمو یو شمیر خلکو کاروبار ته سخت زیان اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG