د لاسرسي ځای

تازه خبر

یه ټوپکمارو واورئ!! - د ملالې وینا په اړه


موږه د غرونو خلک
د خاورو کور لرو
موږه په مینه مین
زړونو کې اور لرو
موږه ګلونه کرو

موږه سپرلي پېژنو
موږه غمونه وخوري
خو خوشالي پېژنو

موږه مشران لرو
په سر اسمان لرو
داسې بې څوکه نه یو
چې باچا خان لرو

د اېشیا په زړه کې
د دې دنیا په زړه کې
موږ باچايي کړې ده
موږه په خپلو وینو
د ژوند یاري کړې ده


تاسو دنیا ته ویل
چې ترهګر یو موږه
تاسو په چغو ویل
چې ځناور یو موږه

خو....

زموږ یوې سندرې
تاسو حیران پرېښودئ
زموږ د امن چغې
په زړه پرېشان پرېښودئ


زموږ یوې ملالې
ستاسو نه لار ورکه کړه
XS
SM
MD
LG