د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان ډرون حمله، دوه ترکمن وسله وال وژل شوي


میرامشا - پر قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو په حملې کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.


برید د شنبې یا خالي په ماخوستن (ماسختن) د شمالي وزیرستان میر علي بازار ته نېږدې په موسکي کلي کې شوی دی.

استخباراتي چارواکو د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په دې حملې کې دوه ترکمن وسله وال وژل شوي دي. ځايي خلک هم دا وسله وال د ترکمانستان بولي.

خو پولیټیکل انتظامیې یې لا د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.

استخباراتي چارواکي وايي، دا کسان پر موټر سایکل سپاره ول چې ډرون الوتکو پر یو توغندی وداغه.

د جولای په میاشت کې دا په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو دویم برید دی.

پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په حملو په بیا بیا احتجاج کړی دی او دا حملې د خپلې خپلواکۍ ضد بولي.

امریکا دریځ لري چې شمالي وزیرستان د وسله والو او په تېره د حقاني وسله والې شبکې پیاوړی مرکز دی.

په دې وروستیو کې د اسامه بن لادن وژنې په اړه په ډاګه شوي د اېبټ اباد کمېشن په رپورټ کې د پاکستان استخباراتي ادارې آی اېس آی پخواني مشر جنرال احمد شجاع پاشا له خولې ویل شوي دي چې ډرون حملې زیاتره وسله وال په نښه کوي او دا موثره دي.
XS
SM
MD
LG