د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د ترهګرۍ له ګواښه خبر دی


سرچینه: اېکسپرېس ټرېبیون

له پاکستانه خپرېدونکې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه په اداریه کې لیکي، خراب امنیت پاکستان ته تر ټولو لوی خطر دی.


ورځپاڼه لیکي، د قامي سلامتۍ په موضوع تر ټول ګوندیز کانفرنس مخکې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف د هیواد د استخباراتي ادارې آی اېس آی دفتر ته تګ ښيي چې نوموړې د ترهګرۍ له خطره خبر دی او غواړي چې د هغه ټولو ادارو سره په شریکه کار اوکړي چې د یاغیتوب او د تشدد د نورو شکلونو پر ضد په جګړه کې بوخت دي.

وزیراعظم دغلته د آی اېس آي له مشر جنرال ظهیر الاسلامه له امنیت سره پر تړلو موضوعاتو معلومات واخیستل.

په دغه موقعه د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني هم موجود وو. په غونډه کې د پنجاب د اعلا وزیر شهبازشریف د موجودګۍ په اړه باید د نوازشریف مسلم لیګ ګوند وضاحت وکړي.

د غونډې په اړه له ولس سره ډېر معلومات نه دي شریک کړل شوي له اسلام اباده راتلونکي رپورټونه ښيي چې د ترهګرۍ پر ضد د یوې قامي ستراتیژۍ جوړولو په اړه دا غونډه په کامیابۍ سره ترسره شوه.

په داسې حال کې چې د قامي سلامتۍ په یوه پالیسۍ جوړولو کار روان دی، د ولسي حکومت د غړو، پوځي اېسټیبلېشمنټ او استخباراتي ادارو ترمنځ مرستې په هیواد کې د ترهګرۍ د ستونزو د هواري له پاره ډېرې مهمې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، ترهګرۍ ته یوازې په هغه حال کې ماتې ورکړل کېدای شي کله چې ټولې ادارې یو شي او په شریکه کار وکړي.
XS
SM
MD
LG