د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد نیولو امر شوی


کابل - د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایې لویې څارنوالۍ د ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد د نیولو حکم کړی.


د مجاهد د نیول کیدو غوښتنه د کابل د امنیې قومندانۍ کړې وه چې نوموړی یې په تنظیم شویو جرایمو کې په لاس لرلو تورن کړی.

د شنبې پر ورځ، په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې مجاهد به ونیول شي، د کورنیو چارو وزیر مجتبا پتنګ وویل:

((خوشبختانه د کوم کس نیول چې تاسو یاد کړ، حکم یې دوه درې ورځې مخکې د لویې څارنوالۍ له خوا ابلاغ شو. نو کله چې د لویې څارنوالی له خوا ابلاغ شو اوس د امنیه قومندانۍ ته سپارل شوی چې و نیول شي.))

د کابل د امنیې قومندانۍ ویلي چې الله ګل مجاهد د ځمکې د غصب، اختطاف او تنظمیم شویو جرایو تر ۱۰ زیاتې دوسیې لري.

خو خپله مجاهد دا تورونه په کلکه رد کړي دی او ویلي یې دي، چې دی تحقیقاتو ته حاضر دی.
XS
SM
MD
LG