د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېم کیو اېم د الطاف حسین پر ضد ډاکومنټري غندلې


د اېم کیو اېم مشر الطاف حسین او ډاکټر عمران فاروق
د اېم کیو اېم مشر الطاف حسین او ډاکټر عمران فاروق

((بریتانییا دې د عمران فاورق د وژنې په کیس کې زما په ضد سازش بند کړي او په هم دې کې د بریتانییا خېر دی ))

کراچۍ:د ایم کیو ایم ګوند چارواکو ددغه ګوند او د دوی د مشر الطاف حسین په اړه د جوړ شوي ډاکومنیټري فلم غندنه کړې ده.


د یاد ګوند مشران وایي ځینې نړیوالې مطبوعاتي ادارې د دوی د مشر الطاف حسین پر ضد پروپګنډې کوي.

د یاد ګوند رابطه کمیټۍ مرستیال کنوینر خالد مقبول صدیقي تېره ورځ په دې اړه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل دا ډول فلمونه او ډاکومنټریانې د الطاف حسین او د ده د پلویانو ترمنځ فاصلې نشي رامنځته کولی.

(( د مشر الطاف حسین په اړه چې کوم پروګرام[ډاکومنټري] وړاندی شوی دی ، په هغې کې زمونږ د مشر الطاف حسین د ویناوو برخې ناسمې راخیستل شوي دي ، او مونږ ددې غندنه کوو))

یاده دې وي تېره ورځ د برتانیا نشری ادارې بي بي سي ټي وي د ایم کیو ایم د ګوند مشر الطاف حسین په اړه یو ډاکومنټري فلم خپور کړې چې پکې دې خبرو ته اشارې شوي دي چې الطاف حسین په ناقانونه توګه په زیات شمیر کې پیسې جمع کړي، د هغه په ویناو کې ګواښونکې لهجه کارول شوی او ددې ترڅنګ د بریتانییا پولیس ددغه ګوند د یو وژل شوي مشر عمران فاروق د وژنې په لړ کې له الطاف حسین څخه پلټنې کوي.

په ډاکومنیټرۍ کې ویل شوي چې د بریتانییا پولیسو دوی ته ویلي دي چې دوی له الطاف حسینه په پورته یادوو شویو کیسونو کې پلټنې پېل کړي دي.

په ډاکومنټرۍ کې د الطاف حسین د ویناوو هغه برخې هم ښودل شوې چې په کې الطاف حسین یو خبریال ته د وژلو ګواښ کوي.

پر یو ځای الطاف حسین یو لندن میشتۍ خبریال ته وایي،

(( اظهر جاویده ،داسې پوهه شه چې ستا لپاره بوجۍ تیاره شوې ده ))

په ډاکومنیټرۍ کې ویل شوي چې بریتانییا هیواد له اوږدې مودې راهیسې یو شمیر خلکو ته پناوې ورکوي خو اوس دا هیواد یو داسې ګوند د خپل پټنځایې په توګه کاروي، څوک چې خلک ویروي او خلکو ته ګواښونه کوي.

په رپورټ کې د لندن اجوییېر د سېمې یو کور ښودل شوې چې پکې ویل شوي د لندن زیاتره خلک ددې کور څخه خبر نه دي خو ددې کور استوګن د ټلیفون له لارې په پاکستان کې خپلو زرګونو پلویانو ته ویناوې کوي ، او دغه تنظیم د پاکستان تر ټولو لوي ښار کراچۍ باندې واک لري.

په ډاکومنټرۍ کې یو ځای دا هم ښودل شوي چې الطاف حسین خپلو پلویانو ته په ټلیفوني وینا کې وایي،

((بریتانییا دې د عمران فاورق د وژنې په کیس کې زما په ضد سازش بند کړي او په هم دې کې د بریتانییا خېر دی ))

په یاد فلم کې د عمران فاروق د وژنې روسته هغه فوټیج ښودل شوي چې په کې الطاف حسین د هغه په وژنه ویر کوي.

الطاف حسین تراوسه د عمران فاروق په وژنه کې د لاس لرلو څخه انکار کوي.

یاده دې وي په دې ورستیو کې د لندن پولیسو د ایم کیو ایم ډلې له مشر الطاف حسین څخه په لندن کې ددغه ګوند د مخکښ مشر عمران فاروق د وژنې،په لویه کچه د پیسو د جمع کولو او په ویرونکې او ګواښونکي لهجه کې د ویناوو کولو په لړ کې پلټنې شورو کړي دي .
XS
SM
MD
LG