د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې د ډموکراټيک حکومت نشتوالي بدامني زېږولې


د فاټا ولس وايي، چې دوی د حکومتدارۍ د نوو قوانينو قبلولو ته تيار دي. د بنيادي حقونو او د قانون واکمنۍ په برخه کې دې دوی په اعتماد کې واخستل شي

ډان ورځپاڼه ليکي، په فاټا کې د يو ريښتوني ولسي او جمهوري حکومت نيشتوالی په هيواد کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ لويه ريښه ده. که چيري دا ستونځه پخوا هواره شوې وای نو اوس به له اورپکيتوب سره مبارزه آسانه وای او د پاکستان د جمهوري اقدارو او يووالي لپاره به خطر نه وای.


ورځپاڼه ليکي، د فاټا لپاره د اسلام آباد اصلاحاتي پلانونو له دې کبله پرمختګ ونکړی چې په زياتری يې د دې لپاره جوړ شوي وو چې پر قبايلي ولس او دهغوی پر چارو رياستي کنټرول زيات کړي. اوس د وخت ضرورت دا دی چې د قبايلي ولس له نظر سره سم دي د دوی په ملاتړ پلانونه جوړ شي او پر هغوی دي عملداري وشي.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، په لومړي سر کې شهيد بټو فاونډېشن د فاټا د اصلاحاتو د لويې جرګې شوراوي جوړي کړې چې تر ۳۰۰ زياتو قبايلي مشرانو، ديني علماوو، سياسي او ټولنيزو مبارزه کونکو او نورو خلکو برخه پکې واخسته. د خېبر پښتونخوا د ګورنر په موجودګۍ کې دغې جرګې يوه اعلاميه خپره کړه چې د نورو يو شمېر اصلاحاتو او غوښتنو سربېره پر سياسي او عدالتي کړنو هم نيوکې شوي وې. په دې اعلاميه کې ويل شوی و چې په ۲۰۱۱م کال کې په اېف سي آر کې شوي بدلونونه نه دي عملي شوي او غوښتنه شوې وه چې په دې قانون کې دي بدلون راوستل شي يا دي له مېنځه يووړل شي.

ورځپاڼه زياتوي، د فاټا د ولس پېغام دا دی چې دوی د حکومتدارۍ د نوو قوانينو قبلولو ته تيار دي. د بنيادي حقونو او د قانون د واکمنۍ په برخه کې دي دوی په اعتماد کې واخستل شي.

مقاله په پای کې ليکي، د قبايلي خلکو ذهن بدلول د پاکستاني واکمنانو د ذهن خلاصولو په پرتله ګران کار دی نو په داسي حالت کې بايد مدني ټولنو ته اجازه ورکړل شي چې بشري او پرمختيايي پروګرامونه پر مخ يوسي.
XS
SM
MD
LG