د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې هندو تجار ووژل شو


د وژل شوي تجار وروڼه او خپلوان ویر کوي
د وژل شوي تجار وروڼه او خپلوان ویر کوي

د بلوچستان کې په تېر حکومت کې د لږکيو پر ضد د تشدد پېښې بېخي زیاتې شوې، چې د بشري حقونو کميسیون هم په دې پېښو په وار وار سره خواشيني څرګنده کړه


د کوټې د سریاب پولیسو په خبره د دوشنبې په شپه نامالومه وسله والو د سیمې يو هندو تجار په ډزو وژلی، او تر پېښي وروسته په تېښته کې بریالي شوي دي.


د وژل شوي هندو تجار کشور کمار ورور مشال راډيو ته وویل ؛د ورور يې په ډبل سړک دوکان وو، او هغه مهال د وسله والو له لوري ووژل شو، چې له دوکان څخه د کور پر لور رهي وو؛. د هندو تجار کشور کمار د وژنې وروسته د هندو لږکيو ګڼو وګړيو د کوټې سنډيمن روغتون مخې ته له مړي سره احتجاج وکړ او د ښار لوی سړک جناح روډ يې د ټرافیکو پرمخ بند کړ. د وژل شوي تجار ورور نریش کمار چې په ایمبولانس کې د ورور تر زنې ناست وو، مشال راډيو ته د پېښي په اړه وویل:

؛زموږ په اډه کې دوکان دی، او د دوکان تر بندولو وروسته موږ ټول د کور خوا ته روان شو، زه په رکشه کې او دا دوه وروڼه مې په موټرساييکل راسره روان شو. کله چې خپلې کوڅې ته ورسېدل، زه له رکشې راکښته شوم، دا وروڼه مې له موټر ساييکله راکښته شوو. په يوه موټر کې شپږ وسله وال ناست وو. موږ ته يې توپنچې راښکاره، چې تاسو منډه کړئ. او زما ددې ورور د تښتوولو هڅه يې وکړه. موږ ټولو د تښتېدو هڅه وکړه، چې ډزې يې راباندې وکړې، زما دا ورور په سر کې وويشت. او ويې واژه؛.

د وژل شوي هندو تجار کشور کمار خپلوانو او هندو لږکيو د سنډيمن روغتون مخې ته شاوخوا درې ساعته احتجاج وکړ، چې تر هغه وروسته يې د صوبايي وزیرعبدالرحیم زیارتوال په ډاډګېرنه خپل احتجاج ختم کړ. زیارتوال له رسنيو سره په خبرو کې وویل ؛ ددوی نوی حکومت به هڅه کوي، چې نه يواځې د هندو لږکيو، بلکې د هر وګړي ژوند د ترهګرۍ له پېښو وژغوري.

؛موږ به هڅه کوو، چې خپلې امنيتي ادارې دې ته اړ باسو، چې د داسې پيښو د مخنيوي لپاره رغنده رول ولوبوي. او تر کومه ځايه چې د وژل شوي له کورنيو سره مالي مرسته ده، نو نه يواځې د هغه کورنۍ ته، بلکې تردې وړاندې چې هم څومره ورته پېښې شوې، له کورنیو سره به يې پوره پوره مالي مرسته کوو؛.

کشور کمار لومړنی هندو تجار نه دی، چې په بلوچستان کې وژل کېږي، بلکې تردې وړاندې په لسګونو هندوان د صوبې په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو له لوري وژل شوي، او د پېسو لپاره تښتوول شوي دي. چې له امله يې په سلګونو کورنۍ له بلوچستانه هندوستان په کډه کولو مجبوره شوې. آیا د صوبې نوی ټاکل شوی حکومت به د هندو لږکيو د ځان او مال د ساتنې لپاره څه وکړي که یا؟ تر څو له بلوچستان صوبې څخه نور هندوان په کډه کولو مجبوره نه شي... په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پارليماني ليډر او صوبايي وزیر عبدالرحیم زیارتوال يې په ځواب کې وویل:

؛هندو لږکۍ د خراب امنيت له امله کډې کوي. او زه په ذاتي توګه دا وایم چې کوم حکومت خپلو وګړو ته د ځان او مال تحفظ ور نه کړ، هغوی ته د حکمرانۍ هېڅ حق حاصل نه دی. د ويلو مطلب مې دا دی، چې موږ به هڅه کوو. دا بلا يواځې په دې صوبې مسلطه نه ده، بلکې ټول هیواد يې په غوځۍ کې دی. او له هیواد سره د مينه لرونکو ټولو وګړيو دا ذمه واري جوړېږي، چې هغوي د هيواد وګړي له دې بلا خلاص کړي؛.

که څه هم له تېرو شاوخوا لسو کالو راهېسي په بلوچستان صوبه کې د خراب امنيت له امله له نورو وګړو سره سره همدلته مېشت هندو لږکۍ هم هدف شوې. خو په دې صوبه کې د تېر حکومت په واکمنۍ کې د لږکيو پر ضد د تشدد پېښې بېخي زیات شوې، چې د بشري حقونو کميسیون هم په دې پېښو په وار وار سره خواشيني څرګنده کړه، او د وخت له حکومته يې لږکيو ته د تحفظ ورکولو خواست کړی وو.

د يادولو وړ ده چې د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې له هندو لږکيو سره سره عیسويان هم ژوند کوي، چې د پاکستان تر جوړېدو وړاندې لا همدلته مېشت وو.
XS
SM
MD
LG