د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پرېکړې ولې په لاهور او مري کې کېږي؟


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي مشر عثمان کاکړ د مشال له خبریال نیاز موسا خېل سره د مرکې پر مهال
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي مشر عثمان کاکړ د مشال له خبریال نیاز موسا خېل سره د مرکې پر مهال

په بلوچستان کې واکمن پښتونخوا ملي عوامي ګوند له صوبایي مشر عثمان کاکړ سره د مشال راډیو خبریال نیاز موساخېل پر روانو چارو مرکه کړې


په بلوچستان کې د حکومت جوړېدو وروسته، لا هم کابینه نه ده جوړه شوې او داسې وېل کېږي چې د حکومتي ګوندونو تر مېنځ د وزارتونو پر وېش سخت اختلافات موجود دي او ګمان څرګندېږي چې د صوبې وزیراعلی ټاکلو په شان، د صوبې کابینه به هم په لاهور ېا اسلام آباد کې اعلان شي.


زموږ همکار،نیازموساخېل پر دغ او له بلوچستان سره تړلي ورته موضوعاتو، د واکمن پښتونخوا ملي عوامي ګوند له صوبایي مشر عثمان کاکړ سره مرکه کړې او په سر کې یې هم دغه پوښتنه ورڅخه کړېده چې د صوبې مېنځنۍ پرېکړې تاسو پخپله څله نه کوی چې هره پرېکړه مو اسلام آباد،لاهور او یا مري کې ترسره کېږي؟

عثمان کاکړ د پوښتنې په ځواب کې ووېل چې اصل کې د دې خبرې تر شا حقیقت بل څه دی.

”موږ په حقیقت کې ۳ اتحادي ګوندونه په حکومت کې ونډه لرو.زموږ ګوند،مسلم لیګ (ن) او نېشنل ګوند. د ن لیګ مرکزي مشران اسلام آباد او لاهور کې ناست دي او دوی په مرکز کې په حکومت کې دي. موږ د دوی د آسانتیا لپاره هلته د خبرو اترو لپاره ورسره ځو، ګڼې داسې هیڅ نشته چې ګرسره دې پرېکړې هلته څوک پر را کوي“

عثمان کاکړ څخه مې مخته پوښتنه دا وه چې ټیک شو،اسلام آباد او لاهور ته د خبرو اترو لپاره له خپل اتحادي ګوند سره تلل بد نه دي، خو دا چې لومړی د صوبې وزیراعلی په مري (اسلام آباد سره نږدې تفریحي مقام) کې اعلان شو او اوس بیا داسې ویل کېږي چې د کابینې پر سر هم سخت اختلافات موجود دي او د صوبې وزیرانو وېش به هم په اسلام آباد او لاهور کې وشي. دا څنګه خبره ده؟ په ځواب کې عثمان کاکړ وويل

”خبره داسې نه ده.هو! دا یو فطري خبره ده چې یو ګوند وایي، په ټول ټاکنو کې یې زیاتې چوکۍ ګټلې دي،نو زیات وزارتونه یې حق دي او بل ګوند بیا بل دلیل لري، خو دا ده، موږ په خبرو اترو بوخت یو. دا هر څه به حل شي او ډېر ژر به کابینه تشکیل شي٬٬

٫٫یانې د وزارتونو پر وېش اختلافات لا هم موجود دي٬٬ د تېرې پوښتنې څرګند ځواب نه راتلو په خاطر مشال رېډیو تېره پوښتنه بیا وکړه،چې په ځواب کې یې عثمان کاکړ اختلافات یو ځل بیا یو فطري عمل و بللی او امکان یې څرګند کړ چې له چین څخه د بلوچستان وزیراعلی،ډاکټر عبدالمالک له راتلو وروسته به دغه ستونزه هواره شي.نوموړي ادعا هم وکړه چې د حکومت جوړېدو وروسته یوه میاشت تېره شوېده، خو په دومره کمه مُوده کې د ده په خبره ډېر کارونه شوي دي

”که څه هم کابینه لا نه ده جوړه شوې او د وزیرانو ټاکنه لا هم پاتې ده، خو زموږ حکومت ډېر څه کړي دي.د مثال په توګه په صوبه کې له بلوڅ سره د برابري په اړه کوټلي ګامونه پورته شوي دي.د صوبې وزیراعلی بلوڅ او ګورنر یې پښتون دی. دا روایت موږ را پورته کړی دی چې په صوبه کې به د ګورنر او وزیراعلی چوکیانې د پښتنو او بلوڅ تر مېنځ وېشل کېږي .په مورنۍ ژبو کې د تعلیم ور کولو لپاره ګامونه پورته کړل شوي دي. پخواني حکومتونو یو نوی ښوونځی هم نه ووجوړ کړی. خو موږ تر ۳۰۰ زیات شوونځي اعلان کړیدي چې له راتلونکي کاله به په نوي حیثیت جوړېږي“

د عثمان کاکړ ادعاوې پر خپل ځای، مګر د امن و امان په اړه د دوی کړنې مالومول ډېرې ضروري وې، پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې خلک ګیله کوي،چې د امنیت وضع د پخوا په شان ده. هغه شان چاودنې روانې دي او هغه شان د خلکو تېښتونې کېږي.؟

عثمان کاکړ په ځواب کې ووېل چې امن وامان د تېرو لسو کلونو خرابي ده چې دوی ته په میراث کې پاتې ده.

”موږ سره څه چابۍ نشته او نه کوم داسې بټن شته دې چې په وهلو یې امنیت یو دم سم شي. دا کار به وخت اخلي او په وخت اخیستلو او په دغه اړه هلې ځلې کولو وروسته به وضع برابره شي. پکار ده چې ته یو کال ېا دوه وروسته پوښتنه وکړې چې امنیت ولې لا هم نه دی برابر؟ اوس خو په ۲۰ ورځو دا کار نه کېږي،خو باور در کوم چې زموږ هلې ځلې،خوارې او پوره پوره توان به په دغه اړه وکارول شي“

یاده دې وي،بلوچستان کې د ۱۱م می په اوسنیو ټولټاکنو کې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ تر ټولو ګوندونو زیاتې چوکۍ ګټلې وې. که څه هم دغه ګوند ادعا کوي چې له نورو اتحادیانو سره به په ګډه د امنیت ستونزه هواره کړې،خو د حکومت جوړېدو وروسته په لومړي سر کې د وزارتونو پر سر د دوی تر مېنځ اختلافات را څرګندېدل د خلکو په زهنونو کې دا پوښتنه راپورته کړېده چې د دا قیسمه اختلافاتو په دوران کې به صوبایي حکومت په آسانۍ سره د صوبې ستونزې هوارې کړي.
XS
SM
MD
LG