د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه مو د سولې تمې نه شته: افغانستان


کابل - افغان حکومت وايي، چې د افغانستان د سولې په مسله کې يې له پاکستان څخه هيله په نا اميدۍ بدله شوې ده او هڅه کوي په دې برخه کې د نورو هېوادونو مرسته ترلاسه کړي.


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مشر ډاکټر فرامرز تمنا مشال راډيو ته وويل، دوى نورې لارې چارې هم لري چې په مرسته به يې د سولې پروسه پرمخ يوسي:

((هيله لرو پاکستان موثر نقش او صداقت ولري، خو هيله مو په نااميدي بدله شوې ده، زياتې بديلې لارې شته، لومړۍ يې بين الافغاني اجماع ده، چې طالبان، افغان دولت او مخالف ډلې سره کښېني او خبرې وکړي.))

تمنا وايي په قطر کې د امريکا، پاکستان او طالبانو ترمنځ د سولې پټې خبرې روانې وې او دا يوه دسيسه وه چې افغان دولت شنډه کړه.

طالبانو ته نېږدې ۲۰ ورځې مخکې د قطر په مرکز دوحې کې دفتر پرانيستل شو، چې له امريکا او نورو اړخونو سره په کې د سولې مستقيمې خبرې وکړي.

خو طالبانو ويلي چې له افغان دولت سره به خبرې نه کوي.
XS
SM
MD
LG