د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د طالبانو ضد مظاهره شوې ده


موده مخکې په جلال اباد کې معیوبانو د طالبانو ضد مظاهره کړې وه
موده مخکې په جلال اباد کې معیوبانو د طالبانو ضد مظاهره کړې وه


غزني - د غزني د اندړو ولسوالۍ سلګونو تنو نن په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد مظاهره کړې او د پکتيکا غزني لويه لاره يې تړلې ده. مظاهره کوونکي ادعا کوي، چې تېر ماښام طالب وسله والو د دوی يو جومات په ماين الوزولی دی.


د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېر ماښام طالب وسله والو د دغې ولسوالۍ په لغړو کلي کې يو جومات ته ماين ايښی، چې د چاودېدو له امله یې دوه تنه سپين ږيري ټپيان شوي او جومات نړېدلی دی.

دوی د دغې پېښې په غبرګون کې د یکشنبې له سهار راهیسې په چاردېوال سيمه کې مظاهره کړې او د غزني پکتيکا تر منځ غځېدلې لويه لاره يې تړلې ده.

مظاهره کوونکي ادعا کوي، چې په چاودنه کې نه يوازې جومات نړېدلی او دوه سپين ږيري ټپيان شوي بلکې، وايي، څو قرانونه هم په چاودنه کې سوځېدلي دي.

د دوی په خبره، ماين د جومات د دېوال بېخ ته ايښودل شوی وو او په ريموټ کنټرولېده.

د مظاهره کوونکو له ډلې يو تن يې وايي، دولت دې د دوی سيمې له وسله والو پاکې کړي، چې جوماتونه يې خوندي شي.

((زموږ جومات يې را شهيد کړ، زموږ قرانونه يې را شهيدان کړل، زموږ سپين ږيري يې را ټپيان کړل، موږ که يوه شېبه هم ژوند ولرو له خپل دولت څخه ملاتړ کوو خو دولت مو دې له دغه ظلم څخه خلاص کړي. موږ د سر په بدل هم تر دې وروسته دغه خلک په خپله سيمه کې نه پرېږدو.))

د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال هم پېښه تاييدوي او وايي، چې جومات ته ايښودل شوی ماين په ريموټ کنټرولېده.

((د لغړو په کلي کې طالبانو يو جومات ته ماين ايښی دی او بيا يې انفجار وررکړی دی، چې پکې دوه سپين ږيري ټپيان شوي او جومات نړېدلی دی، په دغه پېښه کې څو قرانونه هم ټوټه ټوټه شوي دي. دا پېښه کومه سهوآ پېښه نه بلکې قصدي پېښه ده، ځکه ماين یې جومات ته ايښی، ريموټ يې وهلی او دوی په موټر سايکلو سپاره شوي دي.))

طالبان د پېښې په اړه نا خبري ښيي.

شا و خوا يوه مياشت وړاندې هم د اندړو ولسوالۍ په علي جان کلي کې په يو جومات کې غبرګې چاودنې شوې وې، چې پکې شل تنه لمونځ کوونکي مړه او ټپيان شوي وو.
XS
SM
MD
LG