د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ مخنیوي له پاره ټول ګوندیزه غونډه کېږي


اسلام اباد - د پاکستان حکومت د ترهګرۍ او نا امنۍ مخنیوي په اړه د تګلارې له پاره د روانې میاشتې پر ۱۲مه د ټولو سیاسي ګوندونو غونډه بللې ده.


په دې غونډه کې به د پوځ او امنیتي ادارو مشران هم ګډون کوي.

د دې ټول ګوندیزې غونډې د اهدافو په اړه د واکمن مسلم لیګ (ن) مرکزي ویاند صدیق الفاروق د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل:

((د دې ټولګوندیزې غونډې موخه دا ده چې د امنیت په اړه د ټولو مشرانو نظر واخیستای شي. تر دې وروسته به یو امنیتي قانوني لاسوند جوړېږي. دا لاسوند به پارلېمان ته وړاندې کول کېږي. له دې به قانون جوړېږي. او دا قانون به بیا پر ټول هیواد لاګو کېږي.))

پاکستانی حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد په جګړه او د روانې نا امنۍ له کبله څه د پاسه ۴۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

تر دې مخکې هم د پاکستان ټولو ګوندونو د ترهګرۍ مخنیوي په اړه تګلارې جوړې کړې دي خو عملي شوې نه دي.

د پنجشنبې پر ورځ په پېښور کې مرستندویه او د ژغورنې حکومتي ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ مشال راډیو ته ویلي ول چې د ۲۰۱۳ز کال د جنورۍ له میاشتې تر جون میاشتې پورې ۳۱۳ بریدونه شوي دي چې په کې له ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او شا و خوا ۱۵۰۰ ژوبل شوي دي.
XS
SM
MD
LG