د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د تیرا کډوال به ژر خپلو کورنو ته ستانه شي"


د خیبرپښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله
د خیبرپښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله

د خیبر پښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله په جمرود کې د پیښور او تورخم ترمنځ د امریکایي پرمختیایې ادارې یو ایس ایډ په مرسته د سرک جوړونې کار ولید


تیره ورځ(پنجشنبه) د خیبرپښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله د خیبر ایجنسۍ جمرود سیمې دوره وکړه او دلته یې د کوکی خیلو قبیلې یوې جرګې ته په خپله وینا کې وویل: ((چې اوس په تیرا میدان کې د حکومت واکمنی بحال شوې ده او له تیرا بېکوره شوو خلکو د ستنیدو له پاره یې انتظامات پیل کړی دی او ډير زر به له تیرا دغه کډوال خپلو کورونو ته واپس لاړ شي،دا ځکه چې د تیرا خلک خو د پېښور په دې ګرمۍ کې وخت نه شي تیرولی او موږ غواړو چې تر روژې مخکې یې واپس ولیږو چې روژه په خپله سیمه کې تیره کړي او د دوی د کورنو د سوځېدو او داسې نورو زیانونو جاج هم اخلو او دوی ته به د د ې زیانونو په بدل کې مرستې ورکوو او چې کومې مرستې مو نورو قبایلی بې کوره شوو خلکو سره کړی دی دا به دوی سره هم کوو))


نوموړی وویل چې(( قبایل پرامنه خلک دي او موږ غواړو چې ګړدې نړۍ ته وښایو چې موږ امن خوښوو او د دې ثبوت دا دی چې قبایل آسانتیاوې او ترقي غواړي. دوی سکولونه،هسپتالونه او سرکونه غواړي))

د خیبر پښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله په جمرود کې د پیښور او تورخم ترمنځه د امریکایې پرمختیایې ادارې یو ایس ایډ په مرسته د سرک جوړولو کتنه هم وکړه او وه یې وویل چې(( تر اوسه پرې ښه کار شوی دی، او چې کوم ټرېفیک پرې په نورو متبادل کچه لارو باندې اړول شوی دی او ځایي خلک یې له مشکل سره مخامخ کړي دي نو د دې هم موږ سره احساس شته خو له دې بغیر دا سرک جوړیږی نه،او هڅه کوو چې دغه کار پرې نور هم تیز شي،او دې سرک سره به نه یوازې ځایي خلکو ته په تګ راتګ کې آساني شي بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځه به پرې تجارت هم زیات شي))

په دې جرګه کې ځایي مشرانو د پولیټیکل انتظامیې په کارکردګۍ نیوکې وکړې او شکایت یې وکړ چې د پولیټيکل چارواکو رویه د ولسي وګړو او مشرانو سره ښه نه ده،په دې باندې ورته ګورنر باور ورکړ چې ((پولیټيکل چارواکي به قبایلو سره سم چلند کوي او که داسې ونه شول نو زه به یې پرضد کاروایي وکړم))

د خیبر پښتونخوا ګورنر وویل چې دوی به په دې سیمه کې په تعلیمي ادارو،هسپتالونو،او نورو سرکاري محکمو کې اصلاحات راولي او دعملي حاضري به هم په کې باوري کوي او که څو ک په کې حاضري نه کوي نو دوی به له نوکریو ختموو))

د جرګې په وخت یو قبایلي مشر پیر سید آمین شاه وویل چې(( دغسې لوړ پوړي چارواکي اعلانونه وکړي خو بیا پرې څوک عمل نه کوي،او باید چې ګورنر بیا خپل اعلانونه عملي کړي،موږ د بجلۍ،اوبو،صحت او د تعلیم آسانتیاو ته اړتیا لرو او په سیمه کې مو بې روزګاري زیاته ده باید چې چارواکي راته د روزګار موقعې پیدا کړي))

یاده دې وی چې په دې جرګه کې د فاټا پارلیمانی لیډر جې جې جمال،ډپټي پارلیمانی لیډر الحاج شاه جې ګل اپریدی، ایم این اې ناصر خان آپریدی، ایم این اې بلال رحمان او سېنېټر حاجي خان آپریدي هم موجود ول او له ګورنر سره یې په شریکه په قبایلي سیمو کې د کار کولو ژمنه وکړه.
XS
SM
MD
LG