د لاسرسي ځای

تازه خبر

له مرسي وروسته مصر، د مشال ویډيو څېړنه


له مرسي وروسته مصر، د مشال ویډيويي څېړنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:56 0:00

له مرسي وروسته مصر، د مشال ویډيويي څېړنه


د ستر اییني عدالت مشر عدلي منصور له هغه وروسته د ځای ناستي ولسمشر په توګه لوړه وکړه چې اسلامپالی ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کړ.


منصور د زیارت پر ورځ د لوړې مراسمو وروسته په خپلو څرګندونوکې د پوځ او ولسي سترو لاریونو ستاینه وکړه چې د دوی د هڅو په پایله کې مرسي له واکه لرې کړل شو.

خپلې ټیلي وېژني وینا پر وخت د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح السیسي وویل، مرسي د مصري ولس غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلی وو. او د هغه آيين یې هم له منځه یووړ او د نویو ټولټاکنو ژمنه یې وکړه. خو نېټه یې لا نه ده ټاکلې.

مرسي او د هغه ډېری ملګري به یوه نامالومه ځای کې نظربند کړل شوي دي.

د مشال راډیو د وېبپاڼې ایډيټر قاسم خان مندوخېل د ازادۍ راډيو له خبریال رضوان مراد سره د مصر حالات څېړلي. نوموړي په مصر کې زدکړې کړې او هلته د ازادۍ راډيو خبریال هم پاته شوی.
XS
SM
MD
LG