د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ګڼ ماشومان بې تعلیمه دي


Pakistan -- Children play in a slum area of Karachi, 17Nov2008
Pakistan -- Children play in a slum area of Karachi, 17Nov2008


د سپارک ادارې د یو رپوټ تر مخه پاکستان په نړۍ کې په هغه هیوادونو کې په دویم نمبر دی، چیرته چې په زیاته شمیره کې ماشومان د سکولونو نه بهر ژوند کوي.


دغه رپوټ وایي، په پاکستان کې څه باندې د یو کروړ نوي لکو نه زیاتو ماشومانو څلورمه حصه چې عمرونه یي، د پنځو نه تر نهو کالونو پورې دي، د سکولونو نه بهر ژوند کوي.

دغه رپوټ دا هم وایي، پنجاب کې تر ټولو زیات ۶۱ فیصدي ماشومان په پرایمري سکولونو کې دا خل دي، په سیند کې دغه شمیره ۵۳ فیصدي، خیبر پښتونخوا کې ۵۱ او بلوچستان کې ۴۷ فیصدي ښودل شوې.

په خیبر پښتونخوا کې د سپارک ادارې ریجنل ډایریکټر جهانزیب خان وايي، په قبایلې سیمو او خیبر پښتونخوا کې دغه شمیره د خرابې امنیتي وضې، د سکولونو د تباه کیدو، او پوځې عملیاتو له وجې هم کمه ده. دې وایي (( د پوځي عملیاتو له وجې کډه کونکیو ماشومانو لپاره د تعلیم پوره بندوبست نه وي، او بیا دغه ماشومان چې بهر په ورکشاپونو او یا نورو ځایونو کې کارونه کوي، نو نه یوازې د تشدد او جنسي تیریو سره مخامخېږي، بلکې هغوی ته غلط نومونه هم اخیستل کیږي، چې ورسره د دغه ماشومانو جسماني او ذهني صحت ته هم نقصان رسیږي. ))


سپارک چې د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو او خېر ښېګړې لپاره کار کوي، په یو بل رپوټ کې وایي پاکستان په هغه هیوادونو کې یو دی، چرته چې د تیر کال په لومړیو نهو میاشتو کې ګڼ ماشومان لا درکه شوې دي.

بلخوا د کارګرانو د نړیوالې ادارې ایي ایل او د یو وروستي رپوټ له مخې پاکستان او نیپال په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي، چیرته چې ماشومان د کار په وخت کې د تشدد او زور زیاتي سره مخامخ کیږي، دغه رپوټ دا هم وایي باید هغه هیوادونه د ماشومانو نه د کار نه اخیستلو په اړه قانون سازي وکړي، چیرته چې زیاتره ماشومان د کار په وخت کې د مشکلاتو سر مخامخ دي.

بلخوا په پېښور کې یوه غیر دولتي اداره دوست فاونډیشن دا هم وايي، اکثره ماشومان د کار په وخت په نشو اموخته شي، او وروستو نه پوهیږي ځان ترې څنګ خلاص کړي. د دغه ادرې یو کارکونکی وایي داسې ماشومان د نشيي خلکو په ډلو کې شامل شي، او هغوي یي د خپلو مقاصدو لپاره استمالوي.

سپارک اداره په خپل رپوټ کې دا هم وایي، پاکستان په هغه هیوادونو کې شامل دی، چیرته چې له ماشومانو سره سره د ځوانانو تعلیمې شرح هم د نورو هیوادونو په مقابله کې کمه ده، او زیاتوی، باید حکومت تعلیمي بجټ دې مسلو ته په کتو سره جوړوي.
XS
SM
MD
LG