د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان رڼې ټولټاکنې قانوني چوکاټ غواړي"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی خپله رایه اچوي. کابل ۱۸م سیپټمبر ۲۰۱۰م کال
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی خپله رایه اچوي. کابل ۱۸م سیپټمبر ۲۰۱۰م کال

د چارشنبې پر ورځ له افغانستان سره مرسته کونکو هېوادونو پرافغان حکومت ټینګار وکړ، چې د ازادو او شفافو انتخاباتو لپاره د ترسره کېدو لپاره دې هغه ټول قوانین تصویب کړي چې مهم ګڼل کېږي.


د انتخاباتو دا قوانین چې؛ د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو څرنګوالی ټاکي له میاشتو راهیسې د افغانستان په ملي شورا کې ځنډېدلی دی، چې نړېواله ټولنه یې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو د اعتبار او شفافیت په اړه اندېښمنه کړې ده.

د افغان چارواکو او مرسته کونکو هېوادونو ترمنځ د چارشنبې د ورځې په غونډه کې د امریکا د متحدو ایالتونو، راتلونکې کال په افغانستان کې په ډيموکراتیکه توګه د سیاسي واک په بریالي انتقال او پر وخت د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په اهمیت ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د امریکا متحدو ایالتونو پر افغان حکومت او ملي شورا ټینګار وکړ، څو د انتخاباتو هغه قانون تصویب کړي چې؛ له مخې یې د انتخاباتي چارواکو ټاکنه او د شکایتونو د خپلواک کمیسیون جوړونه اعتبار پیدا کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما مشر یان کوبیش هم وویل، په دې برخه کې هر ډول ځنډ د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره چمتوالی له جدي خطر سره مخ کوي.

ټاکل شوې ده، په افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي هجري کال د وري په میاشت کې ترسره شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر کرزی دوه دورې د ولسمشر په توګه له پاتې کېدو وروسته نه شي کولای چې په دې انتخاباتو کې کاندید شي.

کابل د چارشنبې په ورځ د هغه کنفرانس کوربه وو، چې په کې په توکېو کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د ژمنو د عملي کېدو څرنګوالی څیړل کېده.

په دې کنفرانس کې پر افغان چارواکو سربیره له افغانستان سره د لسګونو مرسته کوونکو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه لرله.

له دې غونډه وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل شول، چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه په دې موافق دي چې په افغانستان کې عادلانه او ازاد انتخابات ترسره کول تر هر څه مهم دي.

د انتخاباتو د شکایتونو په کمیسون کې یو شمیر اصلاحاتو مرسته کونکې هیوادونه اندېښمن کړې دي.

دې کمیسون د ۲۰۰۹ م کال په یومیلون راۍ باطلې اعلان کړې.

د فرانسې خبري اژانس وايي، یو شمېر مرسته کونکي هیوادونه اندېښنه لري چې؛ د افغانستان ملي شورا به هغه قانون تصویب کړې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون کمزورې کولی شې.

بریتانوي استازي مارک لاوکوک د چارشنبې په ورځ په کابل کې دې غونډې ته وویل، دا ډيره مهمه ده چې؛ د اپریل په پنځمه نیټه په افغانستان کې با اعتباره، شفاف او د ټولو په ګډون انتخابات ترسره شي.

نوموړې وویل، پکار دا ده چې د جولای له ۲۲ مې نیټې مخکې د انتخاباتو سره تړلي قوانین د ملي شورا له خوا تصویب شي.

که داسې ونه شي نو د بریتانوي استازې په وینا دا به د انتخاباتو د چمتوالي د کېفیت او دقت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال یان ایلیاسن افغانستان ته له پنځه ورځني سفر وروسته په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي:

دا د افغانستان د خلکو، ملګرو ملتونو او هغو هیوادونو لپاره چې له افغانستان سره یې مرسته کړې ډیره مهمه ده چې؛ دا هېواد بیرته د جګړو ډګر نه شي، بې وزلي او د بشري حقونو څخه سرغړاوي په کې هسې نه شي لکه مخکې تر دې یې چې شاهدان وو.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال هم د ازادو او با اعتباره انتخاباتو ترسره کېدل مهم ګڼلې دي او ویلې یې دي چې کابل باید راتلونکې کال د ازادو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدل باوري کړي.

نوموړې ویلي، موږ به پر داسې لارو چارو چې افغان حاکمیت او مشرتابه ته په کې درناوی خوندي وي په هره برخه کې هر وخت چې اړتیا وي همکاري وکړو.

تر اوسه پورې د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې مخکښ کاندیدان نه دي څرګند.

د احتمالي کاندیدانو په اوږه ده لیست کې پر نورو سربیره د ولسمشر کرزي د ورور قیوم کرزي، د ولسمشر د دفتر د پخواني ریس عمر داودزي او پخواني جهادي قومندان او د بلخ د والي عطا محمد نور یادونه کېږي.
XS
SM
MD
LG