د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د اېتلافي ځواکونو هوايي برید۲۰وسلوال وژلي


په خوست کې دملي اردو چارواکي وايي، چې بېګا (د سېشنبې او چارشنبې په شپه) د نوموړي ولایت د موساخیلو ولسوالۍ په اړوندو کې د ایتلافي ځواکونو په هوايي برید کې شل تنه وسلوال وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.


د تندر قول اردو د لومړی لواء مطبوعاتي دفتر مشال راډیو ته د نوموړو بریدونو په تړاو وویل، چې د ایتلافي ځواکونو الوتکو د موسی خیلو ولسوالۍ په کوسین او شه خل سیمو کې بمبار کړی، چې په یادو بریدونو کې ۲۰ وسلوال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې د کوسین په سیمه کې څلور وسلوال وژل شوي او شپږ تنه ټپیان شوي دي، همدارنګه دکوسین په شه خل سیمه کې هم ۱۶ وسلوال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د موسی خیلو د کوسین سیمې یو تن اوسیدونکي مشال راډیو ته د تلیفون پر لیکه د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په یاده سیمه کې څلور وسلوال وژل شوي دي، خو د شه خل په سیمه کې يې د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لرل.

بل لوري ته د تندر قول اردو څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ په شګې سیمه کې د ایتلافي ځواکونو الوتکو بمبار کړی، چې پکې لس تنه وسلوال وژل شوي، چې ټول پاکستاني وګړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د خپلو ملګرو وژنه ردوي او وايي ، چې په یاده ولسوالۍ کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د خوست موسی خیل او قلندر دوې هغه ولسوالۍ دي، چې په ځینو سیمو کې يې د ځايي خلکو په وینا بهرني وسله وال او افغان وسلوال په څرګنده ګرځي او دولتي واکمني پکې کمزورې ده.

د یادونې وړ ده تیره اونۍ د ایتلافي ځواکونو د الوتکو په بمباریو کې هم د پکیتا ولایت د ځاځي اریوب او سیدکرم ولسوالۍ په اړوندو کې ۳۹ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
XS
SM
MD
LG