د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي لوبې: د فاټا کراټې لوبغاړو ۳ برونز تمغې وګټلې


قامي لوبې: د فاټا کراټې لوبغاړو ۳ برونز میډلونه وګټل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:34 0:00

قامي لوبې: د فاټا کراټې لوبغاړو ۳ برونز میډلونه وګټل

د جون میاشتې ۲۸ نیټې نه په اسلام آباد کې روان ۳۲ نیشنل ګیمز یا قامی لوبو کې د فاټا کراټې لوبغاړو هم ۳ برونز میډلز ترلاسه کړی دی.


د فاټا کراټې ایسوسی ایشن د وینا تر مخې په دې لوبو کې د خیبر قبایلي سیمې باړې سره تعلق لرونکی احسان الله اپریدي،سجاد اپریدي،او محمد زبیر اپریدي په خپل خپل وزن کې دغه میډلونه په خپله نامه کړل.

د فاټا سپورټس آفیسر محمد ایوب مشال ریډيو ته وویل:(( په دې نیشنل ګیمز کې درې برونز میډل ترلاسه کول د فاټا له پاره یو لوی اعزاز دی، دا ځکه چې په دې کې د پاکستان بیلا بیلو محکمو تنخوادار لوبغاړي چې ټول کال تیاری کوي برخه اخلي خو د فاټا لوبغاړو دومره تیاري نه وه او نه ورسره دومره آسانتیاوې شته، دوی وویل چې د فاټا باسکټ بال لوبډله هم سیمې فاینل ته رسیدلې ده))

په اسلام آباد کې روان ۳۲ نیشنل ګیمز کې د کراټې په لوبه کې برونز میډل ترلاسه کړی دی.

قبایلی لوبغاړی سجاد آپریدی وویل چې (( زه ډیر خوشاله یم،موږ د فاټا له پاره درې برونز میډلز ترلاسه کړل،ما له دې مخکې په قامي لوبو کې برخه نه وه اخیستې،ما ترې ډیر خوند واخیسته او خلک مبارکۍ راکوی،که مونږ ته آسانتیاوې راکړل شی نو په راروان وخت کې به ګولډ میډل هم تر لاسه کړو))

یاده دې وی چې په اسلام آباد کې روان په ۳۲ قامی لوبو کې د صوبه پنجاب،بلوچستان،سند،خیبر پښتونخوا او د فاټا په ګډون د پاکستان آرمی،رېلوې،واپډا، پولیس او داسې یو شمیر نورو محکمو په زرګونه لوبغاړی په ۲۲ بیلا بیلو لوبو کې برخه اخلي،او دغه قامي لوبې به د جولايي تر څلورمې نیټې پورې دوام لري.
XS
SM
MD
LG