د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې له خپلې خوندکۍ شازیې سره ولیدل


د بریتانییا پخواني وزیراعظم او د ملګرو ملتونو د تعلیم استازي ګورډن براون د دغه دواړو جینکو په یو ځای کیدو کې مرسته کړېده.


اې اېف پي خبري اژانس لیکې، د سوات د ملالې یوسفزۍ خوندکۍ شازیه رمضان چې له هغې سره یو ځای پروسږ کال د وسلوالو طالبانو په برید کې ژوبله شوې وه، په برمنګم کې یې له ملالې سره لیدلي دي. شازیې ته بریتانییا د زدکړې حاصلولو ویزه ورکړې ده.


د بریتانییا پخواني وزیراعظم او د ملګرو ملتونو د تعلیم استازي ګورډن براون د دغه دواړو جینکو په یو ځای کیدو کې مرسته کړېده.

اې ایف پي لیکې، په دغه دواړو نجونو وسلوال برید ټولې نړۍ وغانده، او دا یې په دغه سیمه کې د جینکو د تعلیم په لړ کې یو ناخوښه ګام وباله.

پر ملاله له برید وروستو هغه د علاج لپاره بریتانییا ته یوړل شوه، او اوس یې هلته سکول ته تګ هم پیل کړی دی.

د یو شمیر مرستندویه ادارو او د ګورډن براون د نړۍ په سکول کې تر پروګرام لاندې به اوس شازیه هم په بریتانییا کې خپلې راتلونکې زدکړې پرمخ بیايي. هغه وایي غواړي، ښه تعلیم حاصل کړي، او ډاکټره جوړه شي.

شازیه وایي هغې غوښتل چې په پاکستان کې ایساره شي، او هلته خپل تعلیم حاصل کړي، خو د هغې ژوند ته د خطرو له وجې یې داسې ونه کړای شول.

سي اېن اېن لیکي، د هغې د کور ساتنه به پولیسو کوله ، او څومره چې به هغې خبرې کولې، دومره ورته دړکې هم ورکول کیدلې، چې په دغه ماحول کې د هغې لپاره وړاندې تعلیم حاصلول یو ګران کار وو.

سي اېن اېن لیکي، د پاکستان په یو شمیر سیمو کې ښځې استاذانې او نجونې د تعلیم حاصلولو په لړ کې له مشکلاتو سره مخامخ دي. په دې وروستیو کې په کوټه کې د جینکو زده کونکو په یو بس کې په ځانمرګې حمله کې یو شمیر نجونو ته مرګ ژوبله واوښتله. او د پاکستان په قبایلې سیمو کې سکولونه په بارودو الوځول کېږيی، چې زیاتره په کې د جینکو دي.
XS
SM
MD
LG