د لاسرسي ځای

تازه خبر

"دپاکستان نوی حکومت د ترهګرۍ په باب تګلاره نه لري"


تيره ورځ د پيښور پشمول کوټه او شمالي وزیرستان کې بمې چاؤدنو تر پنځوسو (٥٠) زيات کسان ووژل، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل ول. او تر سلو (١٠٠) زيات یې ژوبل کړل.


د دفاعي چارو کار پوه بريګيډئر سيد نذير د تره ګرۍ دې تازه پيښو په اړه مشال راډيو ته وويل چې نوې حکومت د تره ګرې په باب لا څه تګلاره نه ده خپله کړې نو په داسي وخت کې بمې چاودنې کول د تره ګرو لخوا حکومت ته یو څه پيغام ورکول دي.

،، تره ګر غواړي چې له شروع نه حکومت داسې مسلو کې راګېر کړي چې د حکومت بلخوا ته پام نه شي او هغوی په دې کې هم دغه شان ککړ پاتې شي او د دغې له وجې داسي څه لائحه عمل اختيار نه کړي چې د خپل ملک مسلې په صحيح طريقه هوارې کړي نو مالوميږي داسې چې هغه که بهرنې لاس دی او که داخلي قوتونه دي نو کيدای شي چې د هغوی لخوا داسي بريدونه کيږي،،

هم د دې په اړه د سيمه ايزه او دفاعي چارو شنونکی خادم حسين وايي.

،، تر څو پورې چې د خيبر پښتونخوا ، بلوچستان او سند حکومتونه سياسي ذمه واري پر غاړه اخیستو ته ته نه وي تيار او بيا يې مرکز سره په عمومي توګه دا خبره نه وي کړې چې يو جامع تګلاره پکار ده، تر هغه وخته ماته نه ښکارې چې د تره ګرو بشپړ جال چې په هغه کې کمزوري راغلې وه او هغوی په دې څلور پنځو مياشتو کې خپلې کمزوري ختمې کړې اوهغه خپل جال يې بيا ټينګ وساتلو ، د رسد لارې یې بيا بحال کړې دي، خلکو نه يې پيسې اخيستل شروع کړل ، وسله ورته ملاؤ شوه، که دا ټولې خبرې په ذهن کې وساتل شي نو دا په عمومي توګه رياست په شا کول او په سماج غلبه حاصلولو يوه هڅه ده،،

خبريال او سيمه ايزه چارو تجزيه کار رحيم الله يوسف زی وايې چې موجوده حکومت په اقتدار کې تر راتلو وړاندې له تره ګرو سره د مزاکراتو خبرې کولې خو اوس یې ډيرې نه کوي. دی زياتوي چې

،، وس زما په خيال د مزاکراتو خبره کول هم مشکله دي ځکه چې دومره ډير مړي کيږي، حملې کيږي، تاوان کيږي. نو هغه کوم خلک چې د خبرو په حق کې دي نو د هغوی اواز لږ کمزوری شوی دی او هغه څوک چې د خبرو مخالف دي نو د هغوی اواز مضبوط شوی دی، چې وايې تره ګرو سره خبره نه شي کيدای. دوی صرف د طاقت په ژبه پوهيږي نو اوس ماته ډير لږ امکانات ښکارې چې په دې لږ وخت کې به خبرې پيل شي او که دا خبرې شروع هم شوې نو بيا به په هغې کې نتائج اخيستل ډير مشکل کار وي،،

د تره ګرې په مسله قابو موندلو په اړه ريټائرډ بريګيډئر سيد نذير خپلو خبرو کې زياته کړه چې حکومت کومه د مذاکراتو خبره کوله نو په کار ده چې هغه اوس عملي کړل شي.

،، څنګه چې امريکا د پاکستان او افغانستان لپاره خپل استازی مقرر کړی دی، نو داسې په کار ده چې پاکستان حکومت هم خپله يو نمائنده يا جرګه وټاکي چې هغه د امن او مزاکراتو طرف ته قدم واخلي او پر هغو لارو چارو تګ وکړي چې زموږ څه مقصد دی او د هغوي څه دی نو ضروري خبره ده چې داسي به مالومه شي چې څوک امن طرف ته راتلل غواړي او څوکه نه او دا هله کيږي چې کله عملي او ټاکلي ګامونه واخيستل شي،،

د نوموړې په وينا چې په دې اړه دې حکومت د خپلو خارجي او داخلي ملګرو مرسته واخلي او په دې خبره د ټولو اتفاق دی چې د مزاکراتو او امن بغير د دې بل حل نشته.
XS
SM
MD
LG