د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د سخت امنیت باجودو هزاره په نښه کېږي



د پاکستان صدر آصف علي زرداري، وزیراعظم نواز شریف، ، د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي او وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د مرکز کوټې په هزاره ټاون کې د ځانمرګي برید غندنه کړې چې په کې خواشا ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۶۰ ډېر ژوبل دي.


د لښکرجهنګوي وسله والې ډلې لخوا د ترسره شوي دغه برید پر ضد هزاره ډيموکرېټک ګوند نن د دوشنبې پر ورځ کاربندیز اعلان کړی دی.

د کوټې پولیس چارواکي وايي، يو تن چې په باييسکل سپور وو، د هزاره ټاون په علي آباد سیمه کې يې له ابوطالب امام باړې سره څېرمه هغه مهال خپلځان والوځاوو، چې د سیمې وګړيو د تالاشۍ لپاره ورته د درېدو اشاره وکړه.

د کوټې د پولیسو مشر میرزبیرمحمود د اتوار په شپه ناوخته په خبري غونډه کې وویل ؛په ځانمرګي برید کې شاوخوا ۲۸ تنه وژل شوي او تر شپېته زیات ټپیان شوي دي؛.

نوموړی وايي، د چاودنې ټول ټپيان سي ایم ایچ روغتون ته وړل شوي، ځينې مړي بولان ميډیکل کمپلیکس روغتون، ځينې سول او ځينې نور بیا سي ایم ایچ ته وړل شوي دي؛.


​د میرزبیرمحمود په خبره په وژل شويو کې لس مېرمنې او درې ماشومان هم شامله دي، چې د برید په وخت يې له امام باړې سره څېرمه په مارکيټ کې سودا اخیسته. زبیر په خبري غونډه کې زیاته ؛تر ځانمرګي برید وروسته ډزي چې شاوخوا نیم ساعت يې دوام درلود، هزاره و د ځان ساتنې لپاره کړې دي؛.

د هزاره ټاون په ياد ځاي کې تر پېښې وروسته يوه ځوان له مشال سره په خبرو کې وویل ؛د فیبرورۍ په میاشت کې د شوې چاودنې پر ځاي اوس بله چاودنه کول، ددې تاييد کوي، چې د حکومت او استخباراتي ادارو په مټ ترهګر همداسې بریدونه ترسره کوي؛.

؛د فیبرورۍ په شپاړسمه نېټه هم په همدې ځاي کې چاودنه وشوه، چې په کې زر کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو. نن هم د اوو او اتو بجو په منځ کې په همدې ځاي ځانمرګی برید وشو. چېري چې مېرمنې مارکېټ ته تلې او راتلې، او ماشومان له سینټرونو او سکولونو څخه راروان وو. او په بې دردۍ سره يې ووژل. موږ دا وايو چې د هزاره ګانو په نسل کشۍ کې له ترهګرو سره حکومت او امنيتي ځواکونو ټول شريک دي. ځکه چې دا ټوله خاموشه دي، او د ټولو په شراکت سره دا ترهګري کېږي؛.

د هزاره ټاون سیمې په شمول عملدار روډ او مري آباد هغه سیمې دي، چې په کې شیعه ګان اوسي. په اهل تشیع باندې تر بیا بیا بریدونه وروسته اوس امنيتي ځواکونو يادې ټولې سیمې شاوخوا بشپړه نيولې او هيڅ څوک ددوی بې اجازې پرته يادو سیمو ته تللی نه شي. په داسې حال کې بیا په هزاره ټاون کې ځانمرګی برید کېدل،،، د وګړيو په خبره يوه سواليه نخښه ده... د علي په نامه يو بل تن همدا پوښتنه کوي.

؛له سختو امنيتي تدابیرو سره سره بیا هم داسې پېښې کېږي، لکه نن چې وشوه، چې يو ځان مرګی برید ګر راغی او همدلته يې برید وکړ. موږ خپله په دې حیران يو، چې له دومره سختو تالاشيو وروسته بیا هم دا ځانمرګی بریدګر څنګه دلته راغی؟ دا يوه سوالیه نخښه ده؟

له دې سره د بلوچستان له صوبايي حکومت سره سره د پاکستان صدر او وزیراعظم د علي آباد سیمې د دې ځانمرګي برید غندنه کړې... هلته هزاره ډيموکرېټک ګوند بیا د ياد برید په ضد هم نن د دوشنبې په ورځ په کوټه کې د کاربندیز اعلان کړی دی.

د هزاره ټاون د علي آباد سیمې ياد ځانمرګی برید له هم هغه ځاي سره څېرمه شوی، چې د روان کال د فیبرورۍ د مياشتې په شپاړسمه نېټه يو برید د ټانکر په وسیله شوی وو، او تر سل زیات کسان يې وژلي وو.

لښکرجهنګوي وسله والې ډلې هم د فیبرورۍ د شپاړسمې او هم د اتوار د شپې د ځانمرګي برید مسوولیت قبول کړی دی.
XS
SM
MD
LG