د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا کډوال بیرته ستنیږي


د قبایلي سیمو د قدرتي آفتونو د نظم ادارې (ایف ډی ایم ای) له خوا جاري کړای شوې اعلامیه کې ویلل شوي دي چې دوی ته د فاټا د امنیت دبرقرار ساتلو سیکرټر او پوځي چارواکو هدایات ورکړی دی چې اوس د تیرا میدان زیاتره برخې د وسلوالو نه پاکې کړای شوي دي او باغ میدان مرکز یې هم په خپل کنټرول کې اخیستی دی او باید د تیرا میدان نه بې کوره شویو په زرګونه خلکو لپاره د بیرته ستنیدو بندوبست اوکړای شي.


دوی وايي چې تر دې دمه یې د تیرا دغو کډوالو د بیرته ستنیدو نیټه نه د ه ټاکلې خو په دې اړه یې د کډوالو نړیوالې ادارې او داسې یو شمیر نورو نړیوالو امدادي ادارو سره غونډې پیل کړي دي،او اول به د دغې سیمې د امنیت جاج اخلو او بیا به یې د بیرته ستنیدو بندوبست کوو.

د تیرا میدان نه پیښور ته کډه شوي یو تن امیر محمد آپریدي مشال ریډيو ته وویل:

(( مونږ نه هرڅه په تیرا کې پاتې شوي دي او کورونه مو هم سوزول شوي دي، مونږ دلته د بغیر څه مرستو پراته یو او باید د بیرته ستنیدو په وخت راسره حکومت پوره پوره مرستې وکړي،مونږ لپاره دې د ګاډو،راشن او خیمو بندوبست وکړي او هلته دې راته کورونه هم جوړ کړي.))

په خیبر ایجنسۍ کې د یوې نادولتی ادارې مشر شاه جهان آپریدی بیا وائي :

(( مونږ د حکومت د دغه اعلان ستاینه کوو، خو باید په تیرا میدان کې اول د امنیت وضعه وکتل شي او د هغې وروستو دې دغه خلک ور ولیږي،او ددغو خلکو سره دې هر ډول مرستې اوکړاي شي.))

یاده دې وی چې د روان کال د مارچ په میاشت کې په تیرا میدان کې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې او حکومت پلوه ډلې انصارلاسلام ترمنځه خونړۍ نښتې شوې وې او انصارالاسلام او ځايي خلکو دغه سیمه خالی کړې وه او وسلوالو طالبانو تر خپل واک لاندې کړه او په دې جګرا کې د ځايي خلکو په سلګونه کورونه هم وسوزول شول.د ایف ډی ایم ای د وینا تر مخې د تیرا ملک دین خیل ،برقمبر خیل،شلوبر،ذخه خیل او آدم خیلو نه خوا وشا ۱۷۰۰۰ کورنیو خپلې کډې راویستلي دي .
XS
SM
MD
LG