د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغان کډوالو ته نور وخت ورکړ



پاکستان په خپله خاوره کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د دوه نیمو نورو کلونو لپاره وغزوله.

د پاکستان د کډوالو او سرحدي چارو وزير عبدالقادر بلوڅ د جمعې په ورځ، په کابل کې د له خپل افغان سیال جماهیر انوري او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له چارواکو سره یوه پريکړه لاسليک کړه، چې ترمخې یې افغان کډوال د دوه زره پنځلسم کال تر پایه پورې په پاکستان کې پاتې کیدلای شي.

په دي موقع عبدالقادر بلوڅ وويل ، چي دې پريکړې سره په پاکستان کي د افغان کډوالو په قانوني او حقوقي حقونو کي بدلون نه راځي.

همداراز د افغانستان د کډوالو چارو وزیر ډاکټر جماهير انوري په دې غونډه کي وویل، چي افغان کډوالو ته به په افغانستان کي لازمي اسانتیاوي برابري کړي ترڅو هغوی په خپله خوښه را ستانه شي.

د رسمي شميرو ترمخه دا وخت په پاکستان کې شپاړس لکه افغان کډوال په قانونې توګه او په همدغه شمير په ناقانونه ډول ژوند کوي.

پاکستان تردې وړاندې افغان کډوالو ته د جون دیرشمه وروستۍ نیټه ټاکلې وه او ورته د پاکستان د پریښودلو امر شوی و، خو په پاکستان کې میشت افغان کډوال وايي په هیواد کې د ژوند کولو مناسب شرایط ورته برابر نه دي نو ځکه دم ګړۍ ته دوی نه شي ستنیدلی.
XS
SM
MD
LG