د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: ښځینه پولیسې وروزل شوې



د پکتيکا ولايت د پوليسو له روزنير مرکز څخه د جمعې په ورځ له څلور میاشتنیو زده کړو وروسته په لومړي ځل د نورو نارینه ساتنمنانو ترڅنګ څلورو ښځينه پولیسو هم د فراغت سندونه ترلاسه کړل، د پکتيکا ولایت چارواکیو د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو ګمارنه یوه مهمه اړتیا وبلله.


د پکتيکا ولايت د پوليسو له روزنيز مرکز څخه په لومړي ځل د نورو څلور پنځوس نارينه ساتنمنانو ترڅنګ څلورو ښځينه ساتنمنو هم د څلور مياشتنیو مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه د يوې غونډې پر مهال ترلاسه کړل.
د ښځينه پولیس د فراغت سند دستورې وروسته دعا کېږي
د ښځينه پولیس د فراغت سند دستورې وروسته دعا کېږي

پکتيکا والي محب الله صميم وویل په اوس وخت کې افغانان په ډیره لوړه روحیه د پوځ په لیکو کې دندې تر سره کوي ، که د کورنۍ یو غړی په پوځ کې ژوند له لاسه ورکوي نو د هماغه کورنۍ بل غړی يې تشه ډکوي.

ده په ځانګړي ډول په پوځي دندو کې د ښځو رول مهم وباله او ویې ویل، پدې سره له یوې خوا قانون پلی کیږي او بل لوري ته زموږ د کورنیو هغه عزت او درنښت خوندي پاتې کیږي:

((یو ورور يې شهید کیږي په عوض کې يې بل ورور د پوځ لیکو ته ورځي، دا ددې ثبوت دی، چې دلته وطندوستي ده، دلته وطنپاله ده،دلته ملي روحیه ده او دلته دملي نوامیسو دساتنې روحیه ده، کامیابي زموږ او ستاسو په برخه ده، اوس له اندیښنو راوتلي یو، اوس پداسې حالاتو کې یو چې خپل ظرفیتونه لا لوړوو،ډیره د خوشالۍ خبره داده چې دلته څلورتنه خویندې ساتنمنې شوي دي، دوی څلور میاشتې زده کړې وکړې، دا چې زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، پکتیکا یوه دودیزه ټولنه ده کچیرې ستونزه پيښیږي، دلته ضروره ده چې یوه خور موجوده وي، هغه ولاړه شي کورته او په کور کې د اسلامي او افغاني کلتور سره سم پلټنه وکړي ، د هغه کور عزت هم خوندي پاتې شي، هغه ملي کلتور هم دروند پاتې شي او قانون هم تطبیق شي.))

امنيه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران وويل چې د اته پنځوس فارغو شويو ساتنمنانو له ډلې څلور ښځينه ساتنمنې دي، چې له څلورو مياشتو مسلکي زده کړو وروسته به په دندو وګمارل شي.

ښاغلي ځدراڼ له فارغو شویو پولیسو په ټینګار غوښتنه وکړه، چې له خپلو مسلکي زده کړو دې د امنیت په ټینګښت او د وطنوالو د صادقانه خدمت په لاره کې ګټه پورته کړي:

((زه ستاسو ټولو فارغانو خویندو او وروڼو څخه احتراماً هیله کوم، هغه پولیسي زده کړې مو چې له خپلو استادانو څخه ترلاسه کړیدي، هیڅکله له پامه ونه غورځوئ، ددې زده کړو څخه د وطن، د ازادې د امنیت د راوستلو په برخه کې ګټه ځینې پورته کړئ.))

یاده دې وي، چې د پکتيکا ولايت د پوليسو له روزنير مرکز څخه د تيرو څلورو کلونو په اوږدو کې نږدې درې زره د ملي پوليسو سرتيري او پنځه سوه ساتنمنان له څلور مياشتنیو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي، خو دا لومړی ځل دی چې له ياد مرکز څخه څلور ښځينه پوليسې هم د ساتنمنۍ په رتبه د فراغت سندونه ترلاسه کوي.
XS
SM
MD
LG