د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګلت: د بهرنیو سیلانیانو د وژونکو لټون روان دی




د پاکستان د سرکاري ټي وي ترمخه چې تير ماښام دګلګت بلتستان انسپکټر جنرل عثمان زکريا يوې خبري غونډې ته وويل چې په ننګا پربت پيښه کې ۱۵ بريدکونکو شناخت وشو چې پکې دلسو تعلق ديامر ، د دريو کوهستان او دوه د مانسهرې دي.


سرکاري ټي وي زياتوي چې مجيد نومي تن له چلاس سره تعلق لري او د دې پيښې سرغنه دی.

د ګلګت بلتستان د پوليسو مشر دا هم وويل چې د دغه بريدګرو د نيولو لپاره لټون روان دی او ډير ژر به دا کسان ونيول شي.

د ننګا پربت پيښې د بريدکونکو د شناخت په اړه د ګلګت بلتستان د سيلګرۍ شعبې سره تعلق لرونکی شير باز واييو چې څنګه پوليسو د دوی شناخت وکړو نو دغسې دوی دې ژر هم ونيول شي.

دی زياتوي، "په دې سيمه درې ځلي د تره ګرۍ پيښې وشوې ، په بابوسر پاس خلک ووژل شول. که هغه وخت حکومت عملیات کړي وای او هم هغه وخت يې ککړ خلکو ته سزا ورکړې وای نو نن به نړیوال سيلانيانو له دغسې بدمرغې پيښې سره نه مخامخېدای. دا زموږ د حکومت کمزوري ده ، زموږ حکومت ناکامه شوی دی. او که حکومت په دې توجو ورکړي نو د سيلګرې څانګه يو ځلې بيا بحالېدای شي."

د خيبر پښتونخوا د پوليسو پخوانې مشر وايي، دا لويه خبره ده چې دې پيښې بريدکونکو شناخت وشو، ځکه چې ډير کېسونه داسې وي چې په هغه کې نيول خو څۀ د ککړو خلکو شناخت هم نه کيږي.

"دا وس د منډې تړې کار دی چې د هغه تره ګرو تر کلیو او کورونو پورې ورسي چې د هغې دا ډلې مالومې کړې. او فرقه ايز، سياسي يا مذهبي تعلق دې مالوم کړې. او بل دې دا وګوري چې د ملک نه بهر ونه تښتي ، او يا يې څوک مړه نه کړي نو زر تر زره دې دوی ونيول شي"

د يادونې وړ ده چې د تيرې اونۍ د خالي او اتوار د شپې ترمنځ د ننګا پربت په غره په يو کيمپ کې وسله والو د چين ، يوکرائن ، امريکې او له روس سره تعلق لرونکي لس غرختونکي او د هغوی يو ځايي بدرګه (ګايډ) ووژل او د بريد پړه یې پاکستاني طالبانو منلې وه.
XS
SM
MD
LG