د لاسرسي ځای

تازه خبر

نانګا پربت حمله: د ۱۵ بریدګرو پېژندګلوي شوې ده



اسلام اباد - د پاکستان دولتي ټیلي وېژن وايي، د چارشنبې په ماښام د ګلګت بلتستان پولیسو مشر عثمان ذکریا یوې خبرې غونډې ته ویلي چې د نانګا پربت په پېښه کې یې د ۱۵ بریدګرو پېژندګلوي کړې ده.


د ده په خبره، په دوی کې ۱۰ د دیامیر، درې د کوهستان او دوه د مانسهرې دي.

دولتي ټیلي وېژن وايي، یو کس چې مجید نومېږي او د چېلاس دی، د برید چل جوړوونکی دی.

د ګلګت بلتستان پولیسو مشر په خبري غونډه کې دا هم وویل چې د برید ګرو د نیونې له پاره د لټون عملیات روان دي او ډېر ژر به دا کسان ونیول شي.

د نانګا پربت پېښې برید کوونکو د پېژندګلوۍ په اړه د ګلګت بلتستان د سیلګرۍ څانګې شېر باز وايي، په څه ډول چې پولیسو دا کسان پېژندلي، همداسې به دا کسان ژر ونیول شي.

د ده په خبره: ((په دې سیمه کې درې ځلې د ترهګرۍ پېښې شوې دي. یو ځل په بابوسر پاس کې خلک ووژل شول. که هغه وخت حکومت اپرېشن کړی وو او هم هغه وخت یې ککړو کسانو ته سزا ورکړې وه نو نن به پر بهرنیو سیلانیانو حمله نه کېده. دا زموږ د حکومت کمزوري ده. زموږ حکومت ناکامه دی او که حکومت دې اړخ ته توجه وکړي نو د سیلګرۍ شعبه یو ځل بیا بحاله کېدای شي.))
د خیبر پښتونخوا د پولیسو یو پخوانی مشر وايي، دا لویه خبره ده چې په دې حمله کې د ککړو کسانو پېژندګلوي وشوه.

دی وايي، حکومت باید هڅه وکړي چې دا کسان ژر ونیول شي ځکه چې کېدای شي دا کسان وتښتي او یا هم ووژل شي.
XS
SM
MD
LG