د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان زندانیان به افغان حکومت ته سپارل کېږي

کابل - په افغانستان د ناټو سازمان پوځي مسوولین وايي چې روانه اوونۍ به هغه زندانیان افغان حکومت ته وسپارل شي چې په هېلمند کې د برتانوي ځواکونو له خوا ساتل کېږي.


د ناټو د مرکزي قومندانۍ مرستیال نېک کارټر په هېلمند کې خبریالانو ته ویلي له افغان حکومت سره په دې اړه خبرې روانې دي او تر يوشمير تخنيکي مسائلو وروسته به ژر ترژره
دغه زندانيان دولت ته وسپارل شي.

پخوا ترې د افغان حکومت له برتانیا غوښتي و چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲۰مې نیټې دغه زندانیان ور وسپاري.

له دې مخکې د هېلمند په کیمپ بېسشن کې ځینو مدافع وکیلانو ویلي ول، چې په دې اډه کې شا و خوا ۹۰ زندانیان ساتل کېږي، چې په میاشتو میاشتو کې یې د اکثرو دوسیې نه دي څیړل شوي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG