د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې د وسله والو او افغان سرتېرو ترمنځ نښته


کلات - چارواکي وايي، تېره ورځ (چارشنبه) د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې طالب وسله والو د سيمه ييز پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ، چې وروسته نور سرتېرې هم سيمې ته ورغلي او درې ساعته يې له طالبانو سره جګړه کړې ده.


دوی وايي، په دغه جګړه د قهرمان په نامه د طالبانو يو سيمه ييز قومندان وژل شوی او دوه سيمه ييز پوليس ژوبل دي.

د نوبهار ولسوال وزير جوادي وايي، جګړه د ولسوالۍ په نات خېلو سيمه کې شوې ده.

جوادي ادعا کوي، تېره ورځ د نوبهار ولسوالۍ په يوسف خېلو سيمه کې هم درې تنه نور وسله وال وژل شوي دي.

دی وايي، دغو دريو تنو د سړک پر غاړه ماين خښاوو چې خپل ماين ورباندې چاودېدلی دی.

((هلته زموږ د سيمه ييزو پوليسو يوه پوسته وه، طالبانو ورباندې بريد وکړ، وروسته ملي پوليس، ملي امنيت او ملي اردو هم سيمې ته ورسېدل او درې ساعته يې جګړه وکړه، چې پکې د قهرمان په نامه د طالبانو يو قومندان ووژل شو او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شول. په دې سربېره د يوسف خېلو او روغاني سيمو تر منځ په دريو طالبانو خپل ماين ور چاودېدلی چې درې واړه يې وژلي دي.))

جوادي وايي، په چاودنه کې وژل شوي کسان لا اوس هم په يوسف خېلو کلي کې پراته دي.
د ده په خبره، په وژلو شويو کسانو کې د عزت الله په نامه د وسله والو د ماين جوړولو يو ماهر هم شامل دی.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG