د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تښتول شویو چیکۍ نجونو ویډیو خپره شوې


کوټه - د چيک جمهوریت د چيکي ژبې يوې ووبپاڼې د چارشنبې په ورځ يوه ویډيو خپره کړې، چې په کې د بلوچستان له نوکنډي سیمې څخه تښتول شوې دوې چيکۍ نجونه په انګلیسي ژبه د خپل هيواد له ولسمشره، د هيواد له خلکو او هم له اروپايي ټولنې خواست کوي، چې په امريکا کې بندي پاکستاني ساینس پوهه ډاکتر عافيه صدیقي دي خوشې کړې، چې په بدل کې يې وسله وال تښتوونکي دوی ازادې کړي.


په دې ويډيو کې چې په سر کې يې ((لبیک عافيه)) ليکل شوې د روان کال د اپريل په ۱۶ مه نېټه ريکارډ شوې، چې يادې دوې چيکۍ نجونه چې پړوني يې پر سر دي... څه داسې خبرې کوي.

((نن د اپريل شپاړسمه او په امریکا کې د بوسټن تر بمي چاودونو يوه ورځ وروسته موږ خواست کوو، زموږ کورنيو ته، زموږ ولسمشر او له اروپايي ټولنې څخه چې زموږ له تښتوونکو سره پوره پوره د بشردوستۍ په اساس مرسته وکړي چې ډاکترې عافيې صديقي راخوشې کړي. له نړيوالې ټولنې او خصوصاً له امريکا غوښتنه کوو چې مذهبي تقدساتو او ټولنيزو حقوقو ته په پام سره د مسلمانو ښځو حقوق خوندي کړي. ځکه چې له مسلمانو ښځو سره هم دې بې انصافۍ موږ دې بد حال ته راوستوو. چې د مسلمانانو ټوله ميلمه پالنه په هر ځاي کې زموږ په ضد شوه... زموږ صحت ښه دی، خو ژوند مو په خطر کې دی.))

په دې ويډيو کې د تښتول شويو نجونو تر خبرو مخکې او وروسته په اردو ژبه يو شعر زمزمه شوی، چې اشاره يي عافيه صديقې ته ده، او وايي:

((همدا قيد د خداي په لارې کې دی))

په ویډیو کې د عافيې عکسونه دي، چې په يوځاي کې د چيکۍ نجونو په منځ کې د ډاکتر عافيې عکس لګېدلی. او ورسره په انګلیسي ژبه لیکل شوي، چې د دوی غوښتنه يواځې او يواځې د ډاکترې عافيه صدیقي ازادي ده.

که څه هم په امريکا کې بندي د پاکستاني ساینس پوهه ډاکتر عافيه صدیقي د راخوشي کولو له پاره تردې وړاندې هم د نړۍ له ډېرو سیمو څخه د وسله والو له خوا غوښتنه شوې، خو په دې ویډيو کې تښتوونکو خپل ځان پېژندلی نه دي، چې ددوی تعلق له کومې وسله والې ډلې سره دی.

ډاکتر عافيه يوه پاکستانۍ ساینس پوهه ده، چې په ۲۰۱۰ عیسوي کال کې په افغانستان کې له القاعدې سره د تړاو لرلو په تور نيول شوې، او دا وخت د يوې امريکايي محکمې له خوا په بند کې ده.

هلته د بلوچستان د صوبايي حکومت له خوا په خپرې شوې يوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د چارشنبې پر ورځ د چيک جمهوریت يوه پلاوي د يادې صوبې له اعلا وزیر سره په کوټه کې ملاقات کړی او د تښتول شويو چيکۍ نجونو په هکله يې ورسره خبري کړې.

خبرپاڼه زیاتوي، د بلوچستان اعلا وزیر ډاکترعبدالمالک بلوڅ دې ډلې ته باور ورکړی، چې د تښتول شويو نجونو د راخوشي کولو له پاره به يې هلې ځلې دوام ولري، او د همدې له پاره يې يو وارې بیا نوکنډي سيمې ته چارواکي استولي دي.

د ویلو وړ ده چې د روان کال د مارچ د مياشتې په ۱۳ نېټه د بلوچستان له نوکنډي سیمې څخه نامالومه وسله والو دوې چيکۍ نجونه هانا همپالووا او انتوني خراستيڅکا هغه مهال وتښتوولې، چې له ایران څخه کوټې ته پر لاره وې، او بیا هند ته تللې.

تر اوسه هيڅ يوې ډلې د دوی تښتوولو مسوولیت قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG