د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو متضاد تېکتیک خبرې اترې مشکوکه کړې



د امريکا نيويارک ټایمز ورځپاڼې يو ځانګړی رپورټ جوړ کړی دی چې وايې، د افغان طالبانو په تېکتيک کې تضاد د خبرو اترو په اړه شکونه راپورته کړي دي.


د امريکا نيويارک ټایمز ورځپاڼې چې کوم تفصيلي رپورټ جوړ کړی دی هغه په درېنيمو پاڼو مشتمله دی. د دې لپاره ورځپاڼې له يو شمير طالب مشرانو، افغان چارواکو او غربي سفارتکارانو سره خبرې کړي دي.

د افغانستان په جنوب کې يوه طالب قومندان نيويارک ټایمز ته ويلي، په قطر کې ناست د طالبانو مرکچيان له يوه اوږده بحث وروسته غوره کړل شوي دي.

دده په وينا ددې لپاره درې معيارونه ټاکل شوي ول. يو ملاعمر ته د دوی وفاداري، بله يوه بهرنی ژبه به يې خامخا زده وي او دريم معيار دا وو چې دوی به د سفارتکاري په ډګر کې تجربه لري.

د کوټي شوری يوه غړي نيويارک ټایمز ته ويلي، په قطر کې ناست طالب مرکچيان د طالبانو له سياسي څانګې سره تعلق لري او په دوی کې يو هم جنګي سابقه نه لري.

ورځپاڼه پر مخ ليکي چې يو خوا طالبان په قطر کې خبرې اترې کوي او بل لور ته يې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړی دی.

خو د نيويارک ټایمز په وينا له الجزيره ټيلي ويژن سره په خبرو کې په قطر کې د طالبانو وياند سهيل شاهين وويل، دوی خبرې کول غواړي خو په افغانستان کې به د دوی جګړه روانه وي ځکه لا تراوسه جنګبندي نه ده اعلان شوې .دوی پر طالبانو او طالبان بيا پر دوی بريدونه کوي.


نيويارک ټایمز پر مخ ليکي، په قطر کې د طالبانو د مالي کومک لپاره قطر او نورو هېوادونو لس میليونه ډالر بېلې کړي دي.

خو ورځپاڼه ليکي کله چې په دوه زره دوولسم کال کې طالبانو له خبرو اترو انکار وکړ نو د ځينو څېړونکو په خبره د دې وجه د طالبانو په صفونو کې اختلاف وو.

يو غربي سفارتکار چې خبرې اترې يې له نږدې څارلې، ورځپاڼې ته ويلي، په طالبانو کې اختلاف دی، ځينې غواړي جګړه جاري و ساتي، ځينې بيا مينځلاری نظر لري خو ځينې بيا د مسئلې د سياسي حل په حق کې دي.

ورځپاڼه وايې، هر څو که د طالبانو په صفونو کې يووالی دی خو بيا هم د دوی په عملي ګامونو او بيانونو کې تضادات تر سترګو کيږي.

خو د طالبانو پخوانی چارواکی سيد اکبر آغا بيا وايي، د طالبانو په پوځي او سياسي څانګه کې پخواني اختلافات اوس ختم شوي دي.

د نيويارک ټایمز په وينا سربېره پر دې طالبانو په قطر کې دفتر خلاص کړی دی خو اوس هم د غربي او افغان چارواکو له مخالفت سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG