د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ،بنو, اوران او پېښور کې بریدونو ۱۵تنه ووژل


کراچۍ کې مشر قاضي د خونړۍ چاودنې هدف
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

کراچۍ کې مشر قاضي د خونړۍ چاودنې هدف

د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې نن د چارشنبې پر ورځ په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې یو اېس اېچ او او د امن کمېټې یو پخواني مشر په ګډون لس امنیتي سرتېري وژلي او د یو مشر قاضي په شمول ګڼ نور یې ژوبل کړل.


د کراچۍ د برنس روډ په سیمه کې نن د چارشنبې پر سهار د ریموټ کنټرول چاودنه شوې. امنيتي چارواکي وايي، د چاودنې هدف د ښار د ترهه ګرۍ ضد عدالت د مشر قاضي مقبول باقر کاروان وو.

نوموړی له بریده روغ راوتلی دی خو د پولیس چارواکو په خبره ۹ کسان په کې وژل شوي دي. او نور ۱۵ ژوبل دي. د پولیسو په خبره بم په یو موټر کې اېښودل شوی وو.

تحریک طالبان پاکستان د پېښې ذمه واري قبول کړې ده.

بلخوا د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکي وايي، نن د شورور ورځې سهار په ضلع بنو کې د زیندي اکبر خان په سیمه کې نا معلومه وسله والو د سړکغاړی ښخ بم په ریموټ کنټرول الوځولی چې په کې د جاني خيل اېندي خیلو د ځایي امن کمیټۍ د پخواني مشر ملک هاشم خان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره د هغه زوی او وراره په وژل شویو کې شامل دي. امنیتي ځواکونو د پلټني عملیات شورو کړي دي.

د بلوچستان په اوران کې هم د اېف سي پر کاروان برید کې دوه سرتېري وژل شوي دي.

له پېښوره رارسېدلي راپورونه وايي، چې د ښار په کارخانو مارکېټ سیمه کې د حیات اباد تاڼې اېس اېچ او میراجان د وسله والو په ډزو کې ووژل شو او له هغه سره مله درې نور پولیس سرتېري ژوبل دي.

په دا ورستیو کې د پېښور په ګډون د پښتونخوا په لربر کې د وسله والو طالبانو له لوري پر پولیس او نورو امنیتي سرتېرو د بریدونو لړۍ پراخه شوې او د وسله والو په بمي چاودنو کې ولسي خلکو ته تر ټولو ‌ډېره مرګه ژوبله اوښتې.

XS
SM
MD
LG