د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: له ارګ سره جوخت ټول بریدګر ووژل شول


کابل: د ولسمشر پر ماڼۍ برید
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:56 0:00

کابل: د ولسمشر پر ماڼۍ برید


وسلوالو طالبانو نن سهار وختي په کابل کې د جمهوري ریاست او دفاع وزارت ختیځ لوري ته پر امنیتي پوستو برید وکړ.


افغان پوليسو ويلي، چې د نوي۹۰ منټونو د نښتې وروسته يې ټول بريدګر وژلي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ مرستیال جنرال داود امين مشال راډیو ته وویل چې حمله پای ته رسېدلې ده. د نوموړي په خبره بريدکونکي په دوه موټرو کې د ناټو سرتېرو په لباس کې ورغلي وو او له دوی سره د ناټو خاص کارډونه هم ول.

دا بريد په داسې وخت کې شوی دی چې په صدارتي ماڼۍکې د افغان اولسمشر حامد کرزي د ټاکل شوي خبري غوندې وړاندې خبريالان راغونډيدل. د بريدکونکو د وژنې پرته د نورې مرګ ژوبلې په اړه له هم مالومات نه شته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له مشال راډيو سره په ټلفوني تماس کې د دې برید پړه ومنله او ویې ویل چې د دوی د وسله والو د حملې هدف آریانا هوټل دی چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې مرکز په کې دی.
XS
SM
MD
LG