د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره جوړجاړي ځوان کول اندېښمن کړی


په افغانستان کې د روغې جوړې د رامنځ ته کولو په موخه په قطر کې د افغان طالبانو لپاره سياسي دفتر پرانیستل شوی. بلخوا په پاکستان کې هم حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو هڅه کوي.


خو پو ښتنه دا ده چې د افغانستان او پښتونخوا ځوان کول چې له وړاندې يې سختدريځو په سلګونو سکولونه وران کړي ، په زرګونو ځوانان د هيواد دننه او بهر د کډوالۍ ژوند تيره وي ، دوی په دواړو هېوادونو کې د سولې دغه ډول هڅو ته په څه سترګه ګوري ؟

په دی اړه د پيښور يونيورسټۍ يو زده کونکی زاهد احساس وايي ضرور به د سولې راوستو لپاره د طالبانو ځینې غوښتنې منل کيږي نودا رنګ دوی اندیښمن دي چې که طالبان واک ته ورسیدل یا واک کې شریک شول نو د ماډرن تخنیکونو مخه به ونیسي .

بلخوا د پولې هغه غاړې ته په افغانستان کې هم ځوانان دا قسمه انديښنې لري ، یو ځوان خبريال حارث کاکړ وايي د سولې لپاره په روانو هلو ځلو کې طالبانو ته زيات اهميت ورکول او په قطر کې ورته سياسي دفتر جوړول افغان ځوانان انديښمن کړي دي چې کېداﺉ شي طالبان بيا په واک کې راشي او په تيرو دولس کلونو کې شوی پرمختګ تر پښو لاندې کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په داسې حالاتو کې چې د افغانستان او په پاکستان کې ځینې پښتانه ځوانان په سوشل يا ټولنيزه ميډيا فعاله دي او دارنګ د فېسبوک ، ټويټر او بلاګونو له لارې په څه نا څه شکل کې خپل موقف نړۍ ته رسوي خو بيا هم له پيښور سره تعلق لرونکې زاهد احساس وايي له طالبانو سره ټوپک دی او په ټولنيزه ميډيا د ټوپک مقابله نه شي کېدلی.

په کابل کې حارث کاکړ وايي که څه هم طالبان انټرنټ کاره وي او د خپلې نظريي مطابق د ځوانانو ذهن سازي کوي خو د ده په خبره د پولې دواړو خواؤ ته اوس يو شمېر پښتانه ځوانان ټولنيزې ميډيا ته لاسرسی لري او پر دې پوهه دي چې د دوی دوست او دښمن څوک دی.

له باجوړ ايجنسۍ سره تعلق لرونکې زکيه غفور وايي په پاکستان او افغانستان کې له طالبانو سره د سولې په لړ کې روانو هلو ځلو جينکۍ هم له انديښنو سره مخ کړي دي. دا وېرېږي داسې نه چې د سولې په خاطر د طالبانو غوښتنې ومنل شي او د دوی پر تعليم بنديز ولګول شي.

پاکستان تحريک انصاف ګوند چې له طالبانو سره د سولې خبرې غواړي، د دغه ګوند د پيښور د ځوانانو د څانګې يو مشر فيضي خان بيا پر دې نظر دی چې دی د طالبانو د مخلوط تعلیم له خبرې سره متفق دی خو که هغوی پر انټرنېټ او فلمونو بندیز لګوي، مو دی یې نه ورسره مني.

په اسلام اباد کې د سيمه ايزو او تعليمي چارو کارپو خادم حسېن وايي، که څه هم ځینې پښتانه ځوانان په تصوراتي او فکري توګه د سخت دريځو له شرطونو سره ملاتړ لري خو د نوموړي په خبره دغه ځوانان بيا په عملي توګه د سختدريځو تګلاره نه شي خپلولی.

خادم زياتوي چې د يویشتمې صدۍ ځوان د جديدو ايجاداتو او نظريو له استعماله منع کول ګران نه بلکې ناممکن کار دی. دی زیاتوي، سختدريځه قوتونو سيمه ايز او نړيوال طاقتونه پر دې مجبوره کړل چې د طالبانو لپاره په قطر کې دفتر پرانیزي او هغوی ته سياسي حيثيت ورکړل شي. د نوموړي په خبره له دې ګام سره به طالبان وکړای شي چې د ځوانانو د ژوند په هره برخه اغيز ولري.

کارپو خادم حسېن وايی که يو خوا د افغانستان او پاکستان ځوانانو د انټرنيت او ميډيا له لارې خپل حقونه پيژندلي ، د جديد ساينس او ټېکنالوجۍ په برخو کې د لاسته راوړنو خبر دي نو بلخوا پر هغوی د سختدریځو شرطونه منل که له يوې خوا ګران کار دی نو بلې خوا داسې خطرناک کار دی چې له وجې به يي په افغانستان ،پاکستان او ايران کې حالات د خانه جنګۍ پر لور لاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG