د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر زده کونکي پېښور کالجونو کې داخلې غواړي





د خيبر ايجنسۍ يو خير ښيګړې ادارې خيبر يونين د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د خيبر ايجنسۍ او په خاصه توګه د باړې تحصيل پرایوېټ سکولونو کې دې د لسم پاس زده کونکو لپاره دې د پيښور په کالجونو کې په اسانه طريقه داخلې ورکړل شي.


د خيبر يونين صدر حارث خان مشال راډيو ته وويل چې باړې تحصيل کې د تيرو څلورو کالو راهيسي له تعليم سره سره نورې هلې ځلې هم متاثره شوې دې نو باید چې حکومت د دغه زده کونکو لپاره خصوصي سهوليات اعلان کړې چې دې زده کونکو ته د ډوميسایل او په کالجونو کې د داخلو غوندې مسلې اسانې شي.

،، زموږ زده کونکو ته ډير زيات مشکلات دي، هغې چې د داخلې لپاره کالجونو ته لاړ شي نو ورته دا مسله يې جوړه کړې ده چې تاسو مقامي زده کونکې نه ياست نو تاسو ته داخله نه شي ملاوېدلای. باړه کې يو جنګ روان دې چې له وجې يې ډير مشکلات دي. حکومت يا د دې علاقې پوليټيکل ايجنټ ورته هم څه خاص انتظامونه نه دی کړی،،

د باړې تحصيل لسم پاس کونکې حاجي سيد وايې چې دومره مشکلا حالاتو کې هغې لسم پورې خپل تعليم حاصله کړو نو اوس دې حکومت د دوی لپاره د پيښور په تعليمي ادارو کې داخلې يقيني کړي.

،، د باړې زده کونکيو ته تر هغې داخله نه ورکوي تر څو چې بندوبستي زده کونکو ته نه وي ورکړل شوې . د بندوبستي علاقو زده کونکې په کمو نمبرو هم اخلې او موږ زياتې نمبرې وي اخلې مو نه. بس اخيره کې به دې ته مجبوره شو چې پرایويټ کالجونو کې داخلې واخلو،،
د باړې تحصيل د پراېويټ سکولونو د ايسوسي ايشن مشر جميل وايې چې تير ايم ايم اې حکومت کې د صوبايې اسمبلې نه پاس شوې يو قانون ترمخه دې زده کونکو ته اوس دا مشکلات مخې ته دي چې د نورو مقامي زده کونکو پشان دوی نه شې کولای چې د پيښور په کالجونو کې داخلې واخلې.

،، پکار خو دا ده چې څنګه د پنجاب حکومت پاليسي ده چې داخله هر چا ته ورکوي، هلته په کالجونو کې د تحصيلونو خبرې نه شته. نو خېبر پښتونخوا دې هم د هغې غوندې وکړي ځکه چې دا قابليت د ملک دی، که هغه قبايلو سره تعلق لري او که هغه د ملک له نورو برخو سره. او د نورو په مقابله کې خېبر اېجنسې ته دې ځکه ترجيح ورکړل شي چې دوی د پيښور بورډ سره تړلې شوي دي ،،

کله چې مشال راډيو پدې حقله د فاټا سيکريټيريټ د تعليم د څانګې ايډيشنل ايجوکيشن افسر نه وپوښتل نو هغه وويل چې په دې سلسله کې خبرې اترې روانې دي.

،، زموږ په باړه کې يو ډګري په سطحې کالج وو چې هغه موږ پيښور ته منتقل کړی دی، دغه رنګ موږ پېښور کې يو د جينکو سکول هم منتقله کړی دی. موږ د خيبر پښتنوخوا تعليمي ادارو سره په دې سلسله کې رابطه کې يو چې زموږ دا ماشومان داخل کړي، ظاهره خبره ده په دوه درې ادارو کې دا ماشومان نه شې داخلېدای نو د دې لپاره موږ په رابطه کې يو، انشاالله دوه درې ورځو کې به دا مسله هواره شي،،

باړې تحصيل د پرائويټ سکولونو ايسوسي ايشن د مشر ترمخه چې څخ کال درې سوه يوسل او دوه ويشت (٣١٢٢) زده کونکو د لسم ټولګې په امتحان کې کاميابه شول چې د جينکو شمير پکې يو سل دوه نوي (١٩٢) وو، خو د ناسازه حالاتو او د کرفيو له وجې د نورو کلو په نسبت سږ کال د زده کونکو شميره کمه وه.
XS
SM
MD
LG