د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار پوهنتون یو شمېر پوهنځیو ودانۍ رغول شوې دي


جلال اباد - د افغانستان د ننګرهار پوهنتون چارواکي وايي، د دغه پوهنتون د يو شمېر پوهنځيو ودانۍ يې رغولي او په پام کې لری چې پاتې ودانې يې هم ورغوي.


دوی وايي، د نوي کال په بوديجه کې ننګرهار پوهنتون ته درې ميلیونه امريکايي ډالره ځانګړي شوي چې په تر لاسه کولو سره به يې په پوهنتون کې ګڼې پروژې پلي شي.

د ننګرهار پوهنتون ريیس پوهاند محمد صابر مومند وايي، د تېرو څو کالونو د لوړو زده کړو وزارت او مرستندويه هيوادونو په مالي مرسته ننګرهار پوهنتون کې د يو شمير پوهنځيو ودانې رغول شوي دی.

((ننګرهار پوهنتون تر اوسه پورې احاطه نه درلودله، اوس مو ګرد چاپېره ترې ديوال تاو [کړی] دی، نوي تعميرونه جوړ شوي، د انجينرۍ پوهنځي تعمير د نړيوال بانک په مرسته شوی، د وېټرنرۍ پوهنځي تعمير د پې ارټي او يو اېس اېډ په پيسو شوی، د ساينس پوهنځي تعمير د پاکستان د اسلامي جمهوريت له خوا په اساسي ډول شوی چې شپږ نيم ميلیونه ډالر په لګېدلي دي، د زراعت د پوهنځي تعمير د امريکا هيواد په مرسته شوی دی.))

صابر مومند زياتوي چې د بوديجي په تر لاسه کولو سره به د ادبياتو پوهنځي د ودانۍ د رغولو تر څنګ د رغونې يو شمېر نورې پروژې هم پلي کړي:

((په راتلونکي کال کې موږ ته درې ميلیونه ډالره بوديجه منظور شوې ده او امکان لري چې دا بوديجه تر څلور، پینځه ميلیونو ډالرو پورې ورسېږي او دا بايد علمي کړو چې يو د حقوقو پوهنځی او بل هم د شريعت پوهنځی دی چې بايد ورغول شي. د پوهنتون د بدرفت ( کاناليزيسويون) سېسټم جوړول دي، د پوهنتون دننه سړکونه جوړول دي او د يوه لوی جومات جوړېدل هم په کې شامل دي.))

د ننګرهار پوهنتون ګڼ شمېر محصلين خوښ دي چې په دغه پوهنتون کې يو شمېر پوهنځيو ته ودانۍ جوړې شوي دي.
يو تن يې مشال راډيو ته وويل:

(( نوم مې غيرت شاه دی د کرنې پوهنځي د درېيم کال محصل يم. مخکې موږ په يوه زاړه تعمير کې چې يو منزله وو او شپږ خونې يې لرلې، درس وايه. نو د خونو د کمښت له امله به په کې محصلينو ته دوه وخت درس ورکول کېده. اوس دا مشکل رفع شوی، درې چته تعمير شوي او ښې ډېرې خونې لري، د هر څه سهولت شته دی.))

د ياد پوهنځي يو بل محصل فريد الله وايي، اوس د نويو ودانيو تر څنګ له نوې ټېکنالوژۍ هم ګټه پورته کوي.

((پخوا صنفونه واړه ول د څوکيو مشکلات هم وو. اوس چې دا نوی تعمير موږ ته جوړ شوی، پراجېکټور سېسټم هم په کې شته چې په يوه ځای ترې ۳۰۰ تنه محصلين ګټه پورته کوي.))

د ننګرهار پوهنتون ۵۰ کاله پخوا جوړ شوی چې دا مهال په ۱۳ پوهنځيو کې تر ۱۰۰۰۰ پورې محصلين په زده کړو بوخت دي.
په پوهنتون کې شا و خوا ۴۰۰ استادان دي.
XS
SM
MD
LG