د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میدان وردګو کې ۱۹ وسله وال وژل شوي دي



میدان ښار - د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، چې له پرون راهيسې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې امنيتي ځواکونو د عملياتو او له طالبانو سره د نښتو پر مهال ۱۹ تنه وسله وال وژلي او اووه نور يې ټپي کړي دي.


چارواکي وايي، د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار، چک، جغتو او سيداباد ولسواليو کې د وسله والو پر ضد په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې له پرون ورځې راهيسې د دوو پاکستانيانو په ګډون نولس تنه طالبان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

دوی وايي، په عملياتو کې يې وسلې، چاودېدونکي توکي او يو تن وسله وال هم نيولي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، د سيد اباد ولسوالۍ په اب نري، پل اهني، کوز مامل او پتنګ سيمو کې نهه تنه طالبان چې دريو يې ماينونه جوړولو او دريو تنو پکې د سړک پر غاړه ماينونه خښول په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.

دی وايي، په دې سربېره د جغتو ولسوالۍ په بابا کلي او په ځينو سيمو کې بيا د عملياتو پر مهال د دوو پاکستانيانو په ګډون اته تنه طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

((په مرکز ميدان ښار، سيداباد، چک او جغتو ولسواليو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نولس تنه وسله وال وژل شوي، اووه ټپيان شوي او يو بل ژوندی نيولی دی.))

دی وايي، په ميدان ښار کې هم د عملياتو پر مهال دوه تنه وسله وال وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

د ده په خبره، په عملياتو کې دوه تنه افغان سرتېري هم وژل شوي او يو بل ژوبل دی.

طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي ادعا کوي چې د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې يې ملګرو پرون د بهرنيو سرتېرو ۱۳ اکمالاتي موټر سوځلي او ۲۸ ساتونکي يې ور وژلي دي.

چارواکي، په دغه پېښه کې يوازې د دوو موټرو سوځل مني.
XS
SM
MD
LG