د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې خبرې او د بندي طالبانو خوشې کولو موضوع


سرچینه: افغان شنونکو شبکه

د افغانستان څېړنکارانو نومې شبکې په ليکنه کې د افغان طالبانو د وياند سهيل شاهين هغه خبره راخيستل شوې چې ايسوشيټېډ پريس اژانس ته يې ويلي، له امريکا سره د طالبانو د خبرو د ايجنډا مهم ټکی له ګوانتانامو زندان څخه د دوئ د پينځو مشرانو خلاصول دي.


د نوموړي په خبره، امريکا غواړي دغه کار د طالبانو له بنده د خپل يوه پوځي د خوشي کېدو په بدل کې وکړي.

په ليکنه کې ويل شوي، کله چې د قيديانو د تبادلې دا خبره د اول ځل له پاره د ۲۰۱۲ م کال په لومړيو کې مخې ته راغله نو امريکايي کانګرس او د دغه هېواد د مشهورو ورځپاڼو ايډټرانو پرې له غوسې ډک غبرګون وښود.

هغه پينځه تنه طالب بنديان چې ښايي له ګوانتانامو زندانه خوشي شي، په کې د طالبانو د وخت د هرات والي خير الله خيرخواه، د طالبانو پخوانی نظامي مسول فضل مظلوم، د افغانستان د شمالي زون د هغه مهال مشر نور الله نوري، د دې هېواد د استخباراتي ادارې پخوانی مرستيال مشر عبدالحق واثق او د طالبانو د حکومت يو تن قاضي عبدالنبي شامل دي.

د افغانستان شنونکو شبکې د ليکنې له مخې، ياد پينځه طالب مشران له خطرناکو ترهګرو څخه ګڼل کيږي او ځکه لا هم په بند کې ساتل شوي دي.

ليکنه زياتوي، په ۲۰۰۳ م کال کې له ياد زندان څخه د طالبانو يو مهم قومندان مولا شهزاد خوشی کړل شو، چې نوموړی بيرته په افغانستان کې د جګړې ميدان ته ورغلو او په ۲۰۰۴ م کال کې ووژل شو.

ليکنه په عين وخت کې په ګوانتانامو کې قيد طالبانو ته د دوئ د قضيو اورېدو پر مهال د قانوني اسانتياو د نه ورکول کېدو موضوع ته هم اشاره کوي چې وايي، طالب بنديان مدافع وکيل نه لري او دا چې پر ضد يې روانې عدالتي کار روايۍ کې يو شمېر قانوني نيګړتياوې موجودې دي.

په ليکنه کې وړانديز شوی چې د دې له پاره چې د طالب بنديانو په هکله د جمع کړل شويو مالوماتو د دروغ ريښتيا پته ولګي، دغلته د شويو عدالتي کار روايانو ټول ريکارډ بايد له سره وڅېړل شي.

ليکنه کاږي، د افغان طالبانو او امريکا تر مينځ کېدونکيو خبرو کې به د قيديانو د تبادلې موضوع هرو مرو مخې ته راځي، خو زياتوي چې د امريکا له پاره به د ګوانتانامو د بندي طالبانو پرېښول، چې ويل کيږي بې ګناه خلک يې وژلي دي، يو ستونزمن کار وي.
XS
SM
MD
LG