د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرامو پر یوې اداکارې تېزاب پاشل شوي دي


په تېرو کالونو کې په پښتو ژبه د سي ډي ډرامو او فلمونو جوړولو او لیدو دود زیات شوی دی.
په تېرو کالونو کې په پښتو ژبه د سي ډي ډرامو او فلمونو جوړولو او لیدو دود زیات شوی دی.

پېښور/ پراګ - د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د سټېج پر یوې اداکارې بشرا یو کس تېزاب پاشلي دي.


د پولیسو په خبره، دا پېښه نن سهار شا و خوا درې بجې شوې ده.

په دې اړه د پبو د پولیس تاڼې پلټونکي افسر بهروز خان مشال راډیو ته وویل چې د ۱۸ کالنې بشرا پر مخ د تېزاب پاشلو تور د ډرامو پر یوه پروډیوسر شوکت پورې شوی دی:

((اداکاره بشرا [نومېږي]. هغه د ډرامو او شوګانو اداکاره ده. دوی د شپې په کور کې ویده ول. دوی وايي، د ډرامو یو پروډیوسر دی چې شوکت نومېږي، او د سوات دی. [د دوی په خبره] نوموړي ورباندې د شپې درې بجې په کور کې تېزاب [پاشلي] دي. د هغوی وینا ده چې له شوکت سره په ډرامو کې یې کار کړی وو او پیسې ورته پاتې وې. [بشرا] له هغه پیسې غوښتې او [هغه نه ورکولې نو دا کار یې وکړ]. هغوی دا وجه ښيي.))

بهروز خان وايي، بشرا له خپلې مور شمیم او ورور پروېز خان سره په یوه وړوکي کور کې اوسېده.

بهروز خان وايي، دوی یو پولیس سیمې ته استولی دی چې شوکت پیدا کړي.

دی زیاتوي، د شوکت تر موندلو وروسته به د پېښې په اړه نور مالومات تر لاسه شي.

تر پېښې وروسته بشرا د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ته ورسول شوه. ډاکتران وايي، د بشرا مخ او اوږه سوځېدلي دي خو روغتیايي وضع یې د ډاډ وړ ده.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان او افغانستان کې پر ښځینه هنر مندانو ډېر ځل د تېزاب پاشلو او مرګونې حملې شوې دي.

تېر کال د پښتو سندرغاړې غزاله جاوېد هم نا مالومه وسله والو په پېښور کې په ډزو وژلې وه.
XS
SM
MD
LG