د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د اېم کیو اېم پارلماني غړی ووژل شو



د پاکستان په لوی کاروباري ښار کراچۍ کې وسله والو د سند اسمبلۍ غړی ساجد قریشي له خپل زوی سره یوځای ووژل شو.


پولیس وایي، پیښه د ناظم اباد په سیمه کې نن ماسپښین د جمعې له لمانځه وروسته وشوه.

د متحده قامي مومنټ چارواکي قمرمنصور مشال ریډیو ته وویل وژل شوی ایم پي اې ساجد قریشي د دوی د ګوند په ټکټ له نارت ناظم اباد پي ایس ۱۰۳ حلقې څخه سند اسمبلۍ ته کامیاب شوی وو.

له پیښې وروسته د نارت ناظم اباد په سیمه کې ویره خوره شوې او کاروباروبارونه بند شوي دي.

تر وړاندې هم په کراچۍ ښار کې د اسمبلۍ غړو د وژنې دا ډول پېښې مخې ته راغلي دي، چې په ترڅ کې د ایم کیو ایم ګوند د سند اسمبلۍ غړی رضا حیدر او منظر امام وژل شوي ول.

د دې پېښې پړه تراوسه لا تر اوسه چا پر غاړه نه اخیستې خو تر دې مخکې د وژل شوي ایم پي اې منظر امام د وژنې پړه ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې وه.
XS
SM
MD
LG