د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو کې به د انګرېزي ژبې نصاب ښودل کېږي



فرهاد شینواری

په فاټا سیکرټریټ کې د قبایلي سیمو د تعلیم محکمې چارواکي وايي چې دوی د قبایلي ایجنسیو په ۵۲ سرکاري های سکولونو کې د انګلش میډیم نصاب شورو کولو پرېکړه کړې ده،چې په دې کې د هلکانو سره سره د جینکو سکولونه هم شامل دي.



د فاټا ایجوکیشن ایډیشنل ډایریکټر منظرجان مشال ریډیو ته وویل چې: (( سږ کال به په دې سرکاري سکولونو کې له شپږم جماعته د ځینو مضمونونو علاوه په انګریزۍ ژبه کې سبقونه ښودل کېږي او له دې سره به په سرکاري سکولونو کې د قبایلي زده کونکو د محرومۍ احساس ختم شي،او دوی به هم د هغو زده کونکو سره په تعلیمی ځغل کې شامل شي کوم چې په لویو شخصی سکولونو کې د انګرېزي میډیم سبقونه وايي او دوی به هم له لسم جماعته پس په انګریزي کې د ساینس مضمونونو په ویلو کې څه مشکلات نه لري،او په څېړنه او تحقیق کې به ورته آساني وي))

دا چې دقبایلي سیمو په سرکاري سکولونو کې انګلش میډيم سبق ویلو ته څومره ضرورت وو او له دې سره به قبایلي زده کونکو ته څه ګټې ورسي؟په دې حقله د خیبر ایجنسۍ د سرکاري ډګری کالج د انګریزۍ ژبې استاز شاه محمد شینواری وايي، چې(( کله دغه زده کونکی لسم پاس کړی نو بیا په یولسم کې د دوی زیاتره مضمونونه په انګریزۍ ژبه وي او دوی یې بیا نه شي زده کولی نو دې سره به دوی ته ډيره آسانی جوړه شی او دا یو ښه ګام دی))

نوموړی زیاتوي چې اوس زموږ له انګریزۍ ژبې خلاصۍ نشته او ورځ پر ورځ د دې ضرورت زیاتېږي دا ځکه چې نن سبا د لا نورو تعلیم حاصلولو، د نوکرۍ ،او دنیا سره د رابطې ساتلو له پاره دغه ژبه ډېره ضروري ده خو د دې دا مطلب نه دی چې دې سره به زموږ مورنۍ ژبه پښتو کمزورې شي او یا به پرې څه اثر پرېوځی دا ځکه چې د هغې یو خپل مقام دی))

د فاټا ایجوکیشن ایډیشنل ډایریکټر منظرجان وویل چې(( زموږ د سرکاري سکولونو استازان ښه تربیت لري او د دې جوګه دي چې په انګریزۍ ژبه قبایلي زده کونکو ته سبقونه وښيي خو بیا هم ورته د دغو کورسونو روزنه ورکوو))

د فاټا ایجوکیشن چارواکي وايي چې دې سکولونو ته به د دغې انګریزۍ ژبې نصاب کتابونه وړیا ورکوي او د دې له پاره یې ټول تیاری مکمل کړی دی.
XS
SM
MD
LG