د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ترهګرۍ ختمولو لپاره بهرنۍ تګلاره اړول ضروري ده"



غلام غوث

تېره ورځ په شېرګړ کې د ځانمرګی برید روستو د خېبر پښتونخوا حکومت ویلي چې د تره ګرۍ ختمولو له پاره د پاکستان خارجه پالیسۍ کې بدلون په کار دی او دوی به د دې له پاره د صوبې ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې اخلي او یو ټول ګوندیزه غونډه به راغواړي. د ده په خبره صوبايي او مرکزي حکومت به کوښښ کوي چې زر تر زره د دې ستونزې حل راوباسي او د دې ستونزې د حل له پاره د استخباراتي او امنیتي ادارو تر مینځ همکاري ښه کول په کار ده-


د شېرګړ د ځانمرګي برید په لړ کې د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي له مشال ریډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل((موږ په دې افسوسناکه پېښه د خپه یو، که څه هم چې زموږ حکومت نوی دی او پالیسیانې ټولې زړې دي او د هغه زړو پالیسو نتیجه ده خو موږ له دې حالاتو ډډه نه کوو. زموږ ذمه وار حکومت دی. او موږ به انشاالله د داسې پېښو د مخنیوي له پاره ګامونه پورته کوو. او د ولس د جان مال حفاظت به یقینی کوو خو ځینې مسلې د هیواد له خارجه تګلارې سره اړه لري او په هغه کې یو تره ګري هم ده نو تر څو چې خارجه پالیسي نه وي بدل شوې په دی قابو ګرانه ده او په خاص توګه د ځانمرګی بریدونو مخنیوی ډیر ګران دی. نو موږ اوس لګیا یو چې ټوله سیاسي مشرولي په اعتماد کې واخلو. او د ټولو سیاسي ګوندونو رايې اخلو چې موږ ته څه کول په کار دي؟))

د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي زیاته کړه چې په دې لړ کې یې په رسمي ډول د ټولو سیاسي ګوندونو سره د سلا مشورې له پاره د ټول ګوندیزې غونډې یا مشاورتي جرګی له پاره څه نیټه نه ده اعلان کړې: ((بیګا هم موږ له وزیر اعلا سره په دې لړ کې خبرې وکړې او نن ورسره هم خبرې روانې دي چې څه طریقه کار خپل کړو او چې څومره ژر کیږي یو نتیجې ته ورسو ځکه چې امنیت قایمول تر ټولواهمه مسئله ده))-

دا چې د دی صوبې حکومت به د امنیت قائمولو له پاره په مرکزي حکومت څه رقم فشار اچوي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي وویل((دا د صوبايي حکومت د دباو خبره نه ده، موږ ته په صوبه کې خلکو د امن قایمولو په خبره ووټ راکړی دی او په مرکز کې دوی[(مسلم لیګ ن] هم د امن قائمولو په خبره ووټ اخیستی دی. موږ هم ویلي وو چې امن به قایموو او دوی هم ویلي وو چې امن به قایموو. په وفاقي حکومت کې زموږ د صوبې خلک هم ناست دی. نو په کار ده دا موږ خپله اجتماعي ذمه واري وګڼو او په یو بل د تورونو لګولو پر ځای د قام د مشرانو د ناستی ضرورت دی. په دې الزاماتو هېڅ نه کیږی چې موږ وایو دا د مرکز کار دی او مرکز وايي، دا د صوبې کار دی بلکې دا زموږ د ټولو کار دی او څومره چې زموږ قامي مشرولي ده دا د هغوی کار دی نو انشاءالله کوشش به کوو))-

شوکت یوسفزي وویل د تر ه ګرۍ د مخنیوي له پاره د امنیتي او استخباراتي ادارو تر مینځ همکاري زیاتول او دې ته وده ورکول هم د وخت ضرورت دی( د استخباراتي ادارو د کردار د مؤثر کولو ضرورت دی او موږ به د ټولو امنیتي ادارو تر مینځ همکاري زیاتولو له پاره کار کوو))

د امنیتی صورتحال په باب د خیبر پښتونخوا د حکومت دا څرګندونې په شېرګړ مردان کې د سېشنبې پر ورځ د جنازې پر مهال د ځانمرګي برید روستو مخې ته راغلې دي، چې په کې د صوبايي اسمبلۍ د غړي عمران مومند په ګډون ۳۰ کسان ووژل شو او تر ۶۰ نه زیات ژوبل شول.

په پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په مشري اېتلافي حکومت د واک سنبهالولو وروستو دا د تره ګرۍ د نورو پېښو ترڅنګ تر ټولو لویه پېښه ده-
XS
SM
MD
LG