د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایي چارواکي او طالب مشران به په دوحه کې خبرې کوي


امریکایي چارواکي وایي، په راتلونکو څو ورځو کې به له طالبانو سره خبرې وکړي، دا به په افغانستان کې د روانې شخړې د ختمولو په لړ کې یو لومړی ګام وي. دا اعلان د طالبانو د قطر په دوحه کې د تیرې نهې په ورځ د دفتر پرانیستلو وروستو وشو. .
د امریکا ولسمشر وویل، د دې دفتر پرانیستل د روغې جوړې په لور لومړی ګام دی، خو بارک اوباما څرګنده که چې دا بهیر به اسانه هم نه وي

((موږ دا هیله نه لرو، چې دا بهیر به اسانه او ګړندی وي، خو موږ باید دا بهیر له پوځي هڅو سره یوځای پر مخ یوسو او په عین وخت کې موږ خپلو پوځي هڅو ته ژمن یوو چې القاعده ته به ماتې ورکوو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوو))

بلخوا طالبانو په یو بیان کې وییلې، دوی د ګاونډیو هیوادونو سره ښه تعلقات غواړي، او د افغانستان د مسلې لپاره د سیاسي حل ملاتړ کوي. افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې وییلې، دوی به یوه ډله د طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته لیږي.
پاکستان په قطر کې د افغان طالبانو د دفتر د پرانستلو او د دوی سره د امریکا لخوا د امن د خبرو هر کلی کړی، د بهرنیو چارو وزارت وییلې، پاکستان له وړاندې نه د افغانستان د شخړې د هوارولو په لړ کې د پرامنه خبرو غږ کړی.

که څه هم اسلام اباد په په بیا بیا د اسلامي توندروۍ خلاف د جګړې مرسته کړې، خو پاکستان له کالونو راهیسې د افغان طالبانو مرسته کړې، او اورپکو ته یي پر خپله خاوره پناوې هم ورکړي دي. تمه ده د راروان زیارت په ورځ امریکایي چارواکي د طالبانو له مشرانو سره په دوحه کې خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG