د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:څارنکوټ منځني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه




نجیب الله الوخیل
نن د سه شنبې په ورځ د خوست ښار د څارنکوټ د منځني ښوونځي لپاره نوې ودانۍ تر جوړیدو وروسته پرانیستل شوه، خوست والي د نوموړې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې په خوښي وښوده، چې نور به د نوموړي ښوونځي نجونې او هلکان د زده کړو لپاره سره لمر ته نه کیني.


د څارنکوټ د منځني ښوونځي نږدې څوارلس سوه نجونو او هلکانو، چې پخوا يې د غونډۍ په لمنو کې د زړو او شکیدلو خیمو لاندې زده کړې کولې او ګرمۍ، بادونو او یخنۍ کې به له سختو ستونزو سره مخامخ ول، یاد ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د خوست د پوهنې رئیس بخت نور بختیار د یادې ودانۍ د ودانیزو چارو د لګښتونو او نورو تړلو مسائیلو د وړاندې کولو پرمهال وویل، که څه هم څارنکوټ ښوونځی اوس مهال راچاپیره دیوال نه لري، خو دوی په یوې بلې برنامې کې دا مسله په پام کې نیولې او په دې باندې به هم ژر کار پیل شي:

((زموږ د نن ورځې غونډه چې جوړه شوې ده، د دې لپاره وه چې د پوهنې د همکارې موسسې( اکویپ ( له خوا څلور میلیونه افغانۍ بودجه د څارنکوټ منځني ښوونځي د جوړیدو لپاره منظوره شوې وه، چې هغه پرې مصرف شوی ده، اته درسي خونې او څلور اداري خونې لري، چې له هغو به هم په تدریسي برخو کې ګټه پورته شي، پینځه بابه مبرزونه یا تشنابونه او یوه حلقه ژور څاه لري، په دې پروګرام کې له ښوونځي راچاپیره دیوال نه شته په یوه بله برنامه کې ورته بودجه منظوره ده، انشاالله په نږدې وخت کې به په هغه هم کار پیل شي))

خوست والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې په دې خوښي وښوده، هغه شمیر زده کوونکو ته يې سرپناه برابره کړه، چې پخوا يې سوځنده لمر ته زده کړې کولې او دې حالت د زده کوونکو په ښوونیز بهیر منفي اغیز شینده.

ده هیله وښوده چې د افغانستان ځوان نسل به په یوه داسې روحیه وروزل شي، چې د سولې په ټینګښت او د هیواد په ابادۍ کې به کارنده ونډه واخلي:

((ما ته نن ورځ د خوشالۍ ځای په دې دی، چې ۱۳۸۰ تنه زده کوونکي چې دلته يې سوځنده لمر ته زده کړې کولې، نور نو دوی ته سرپناه برابره شوه، زده کوونکي دې ته لیواله دي، چې انشاالله له همدې ځایه به دوی د افغانستان د جوړولو، همدارنګه په وطن کې د سولې ثبات د راوستلو لپاره به دعاګانې هم کوي او کوښښونه به هم کوي او هغه مقام ته به ځان رسوي، چې د افغانستان په ابادولو کې به دوی برخه اخلي ))

د څارنکوټ د پروژې یو تن اوسیدونکي سید عزیز د مراسمو ګډونوالو ته وویل، چې درې کاله مخکې دا ځای سور غر وو، خو اوس ددې ودانۍ په جوړیدو سره دلته د علم ډیوه بله شوه، نوموړي پدې برخه کې د مسوولینو له پاملرنې مننه وکړه.

د یادونې وړ ده د امهال په خوست کې نږدې څلویښت سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په جمو او جوماتونو، د ونو تر سیورو او د خیمو لاندې زده کړې کوي، د پوهنې کارپوهان زده کوونکو لپاره مناسب ځای او مساعد چاپیریال د زده کړو په مهمو ابزارو کې شمیري.
XS
SM
MD
LG