د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځينه پوهنتون د چاودنې قربانيان






خدای نور ناصر
د کوټې په سردار بهادر خان وومن يونيورسټۍ کې د خالي د ورځې په بمي چاودنه کې د وژل شويو نجونو ميندي وايي؛ ترهګرو د دوی لوڼې ژوند کولو ته پرې نه ښودې، چې اوس يې پاتې کتابونه او سندونه د دوی سترګې ورسوځي.

د سردار بهادر خان وومن يونيورسټۍ د بمي چاودنې په قربانيانو کې له نورو نجونو لوستونکو سره سره ۲۵ کلنه پاکيزه او ۲۷ کلنه سدره هم وه،

چې د کورنۍ د غړيو په خبره يې لږ کتابونه او کتابچې يې له دوی سره وسوځېدې، خو ډېری نور يې په کور کې پاتې شوي، چې اوس به پرې ټول د دوی سترګي سوځي.

د پاکيزې مور له مشال سره په خبرو کې وویل؛ د دې لور به هر وخت ورته ویل؛ ډېر لوست به کوي، او لوی نوم به ګټي؛. خو اوس ترهګرو نه هم لوست پرېښوده، او نه هم د نوم ګټلو ته بس دې ظالمې دونيا هغه يوې خواته نه پرېښوده، او له موږ څخه یې يووړه. ماته به يې هر وخت ویل، بس زما يو کال پاتې دی، او تر هغه وروسته به کار کوم او له وروڼو سره به د کور لپاره يو څه کوم؛.

د يوې بلې لوستونکې سدره مور بیا وویل يوه لور يې وه، چې هغې هم د ژوند ۲۸ م پسرلی ونه ليد. او تر مرګ دوه ساعته مخکې يې ورسره په ټیلي فون خبرې هم شوې، چې هم هغه يې له خپلې يواځينۍ لور سره آخري خبرې شوې؛...

؛ اوس چې مې لور نه شته نو زما لپاره په دې نړۍ کې هيڅ هم نه شته. زه به د هغې له کتابونه سره کوم.. د هغې سندونه به څه کوم. دا خو به ټول عمر زما سترګې راسوځي. کاشکې! چې زه هم نوره په دې نړۍ کې پاتې نه شم. ځکه چې له لوره ماسوا زما ژوند هم د تېرېدو نه دی؛.

سدره او پاکيزه يواځې نه دي، چې کورنۍ يې لا هم پسې اوښکې توييوي، بلکې دوولس نورې هم داسې نجونه لوستونکې دي، چې په د خالي د ورځې په بمي چاودنې کې ژوند له لاسه ورکړ، او شاوخوا اوولس نورې نجونه لا هم په روغتون کې بستر دي...
XS
SM
MD
LG