د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:د سولې له شورا سره ۵ تنه وسله وال يو ځای شول



بازمحمد عابد
په ننګرهار کې د دولت پنځه تنه وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځای شول.


دغو کسانو د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولت ضد فعاليتونه تر سره کول.

د تيرو پنځلسو مياشتو راهيسې په ننګرهار کې د سولې عالي شورا ولايتي دفتر د دغه ولايت د امنيتي ادارو سره په ګډه کار کوي او د دولت وسله وال مخالفين د سولې بهير ته رابولي.

د جون په اتلسمه نيټه هم پنځه تنه د دولت وسله وال مخالفين له خپلو وسلو سره راغلل او د سولې له بهير سره يو ځای شول.

د ننګرهار د سولې د عالي شورا د ولايتي دفتر مشر ملک نذير د وسله والو مخالفينو د تسليمدو پر مهال خبريالانو ته وويل:

(( پنځه کسان چې تاسو وليدل، د څلورو ميلو وسلو سره چې د اچين په ولسوالۍ کې په ورانکاريو باندې بوخت وو، موږ، ملي امنيت او د ملي امنيتي ارګانو نو په هلو ځلو باندې دا پنځه کسه، له هغې ځايه ګل ولي په مشرۍ راجدا کړل او د سولې له بهير سره يو ځای شول ))

د دغو پنځو تنو مشر ګل ولي وايي چې له مخالفت نه لاس په سر شوي خو دولت دې ورسره مرستې وکړي.

(( په پيښه، عبدالخيلو او باندر کې مو په ولسوالۍ، علاقه دارۍ او د پوليسو په رنجر موترو مو حملې کولې. بس همدغه جګړې به مو کولې، نور څه کار مو نه دی کړی. اوس د سولې له بهير سره يو ځای شوو، او نور نه غواړو چې خپل وطن خراب کړو ، يا خپل بچي ووژنو. بايد چې موږ سره هم کمک وشي، زموږ هم څوک پوښتنه وکړي لکه څنګه چې موږ تسليم شوو. موږ ډير فقيران خلک يو.))

د دغه پنځه کسيز ګروپ يو بل تن هم ورته غوښتنې لري او وايي:

(( موږ به په عبدالخيلو، نازيانو او پيښې کې د دولت ضد اعمال تر سره کول، نه مو د پوليسو رنجر پريښودو او نه مو کافر پريښودل. له حکومت نه دا غواړو چې موږ ته څه کار پيدا کړي چې موږ له ورانکاريو لاس واخلو او خپله خاوره اباده کړو.))

د دوی د غوښتنو په وړاندې د ننګرهار د سولې د عالي شورا د ولايتي ملک نذير وايي چې تر دوی پخوا چې څوک هم د سولې له بهير سره يو ځای شوي دوی په کارونو ګمارلي دي.

(( موږ د فوايد عامې په رياست کې دوی په کارونو وګمارل، کله چې دوی جذب شول، بيا موږ د ولسواليو نه دوه دوه کسان راغوښتل چې هملته مو په کار ګمارلي دي او هر يوه ته دوه دوه سوه ډالر ورکوي، دوی موږ پخوا هم پاللي دي او تر دې وروسته به يې هم پالو.))

دی وايي د تيرو پنځلسو مياشتو په دوران کې د ننګرهار د سولې شورا ولايتي دفتر سره ۱۶۵ تنه د دولت وسله وال مخالفين يو ځای شوي او زياتوي چې د ولسواليو په کچه يې د دولت له مخالفينو سره خبرې رواني دي چې په نيږدې وختونو کې به په ګڼ شمير د دولت وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځای شي.
XS
SM
MD
LG