د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو ټول امنیتي مسوولیت پر غاړه واخست



افغان ولسمشر حامد کرزي نن سه شنبې په ورځ له بهرنيوو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيت د مشرۍ د اخيستو په غونډه کې وويل چې د هيواد ملي ځواکونه د خپلې خاورې جوګه دي.


ولسمشر کرزي يو ځل بيا له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د ترهګرو خوندي ځايونو له منځه يوسي.



کابل کې شوي دې غونډه کې د ناټو عمومي مشر ايندري فوع راسموسين هم افغان ځواکونه وستايل چې د امنيتي ذمه واريوو مشري پر غاړه اخلي.

نوموړي وويل چې د راتلونکي لپاره د چيلنجونو په برخه کې به له افغانانوو سره خپلې مرستې جاري ساتي.


افغانانو ته د امنیتي مسوولیت او د پوځي عملیاتو مشري په داسې حال کې سپارل کېږي چې د هېواد ملي اردو او ملي پولیس په تېره هوايي ځواک او لازمې درنې وسلې نه لري.

خو د افغانستان حکومت او پوځي چارواکي ډاډ ورکوي چې د مسوولیتونو اخیستو ته بشپړ چمتووالی لري.
XS
SM
MD
LG