د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زابل مېرمنې وايي، روغتيايي اسانتياوې نه لري





سید شاه سقیم
د زابل مېرمنې وايي، په دغه ولايت کې هيڅ روغتيايي اسانتياوې نه لري.

دوی وايي، د همدغو روغتيايي اسانتياو د نه شتون له امله زياتې مېرمنې د اولاد د زېږولو پر مهال مري.


زابلۍ ښځي وايي، د روغتيا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او يوه وړه ناروغي هم کولای شي د دغه ولايت د ښځو ژوند وګواښي.

دوی وايي، له لېرې پرتو سيمو ناروغانې د لارو د خرابېدو له امله تر ښاره نه شي راتلای او د مرکز اوسېدونکې ښځې که روغتون ته هم ولاړې شي، هلته يې نه درملنه په ښه توګه کېږي نه هم د هرې ناروغۍ درمل په کې پيدا کېږي.

زابليو ښځو په خبره، په دغه ولايت کې زيات وخت په ولايتي روغتون کې د امکاناتو له نيستۍ مېرمنې د اولادونو د زېږېدو پر مهال مري.

بي بي حاجره او زرمينه د زابل له هغو مېرمنو دي، چې په خبره يې د روغتيايي اسانتياوو نه شتون ډېرې ځورولې دي.

دوی وایي، مرکز دې د زابل ولايتي روغتون په پښو ودروي او د روغتون ډاکټران به بيا د دوی غم وخوري.

"له موږ سره دې د خدای لپاره مرسته وشي. موږ په کور کې نېستمن يو. که نېستمن نه وای، موږ به هم پنځه زره افغانۍ ورکړې وای او قابلې به مو خپل کور ته راوستې وای"

"که چېرې وزارت له دوی سره د بوديجې کمک وکړي، دوی به امکانات ولري او بيا به زموږ درملنه په سمه توګه کېږي."

د زابل د ښځو چارو رييسه صديقه جلالي وايي، په ولايت کې يې ډېرې ښځې دومره وس هم نه لري، چې ځانونه تر ولايتي روغتون پورې ورسوي.

دا وايي، له دغسې مېرمنو سره بايد تر نورو ډېره نيکې وشي او پر وخت يې د رنځ درملنه وشي.

"ښځې په شفاخانه کې ډېر مشکلات لري، زما له شفاخانې څخه غوښتنه ده، چې هغه مېرمنې چې نېستمنې دي او په ښار کې نه تدواي کولای شي، نه درمل اخيستلای شي. له هغوی سره دې زياته مرسته وکړي. "

د زابل د ولايتي روغتون مشر ډاکټر زلمی رښتين هم مني، چې په روغتون کې يې دومره امکانات نشته چې د ولايت د ټولو ناروغو ښځو درملنه په سمه توګه وکړي.

دی پړه پر مرکز ور اچوي، چې بوديجه کمه ورکوي او هغه هم پر وخت نه ورکوله کېږي.
"د درملو په برخو کې ډېرې ستونزې لرو، له مرکز څخه تر اوسه بوديجه نه ده راکول شوې. نو درمل له کومه کړو، تر اوسه چې موږ چلېږو هم د تېرو کلونو په بوديجه چلېږو"

ډاکټر زلمي رښتين تر دې وړاندې مشال راډيو ته وویل، چې په روغتون کې ټولټال دوه ويشتو تنو ډاکټرانو ته اړتيا لري، خو دا مهال يوازې اووه تنه ډاکتران په دغه روغتون کې د ناروغانو درملنه کوي.
XS
SM
MD
LG