د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان، پاکستان ته خبرداری ورکړی چې حملې دې نه کوي


کابل - د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت ته ويلي، چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان بريدونه د دواړو هېوادونو اړيکي نور هم خرابوي.


د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، د دې وزارت سياسي مرستيال بابه خان اسلمي د شنبې پر ورځ د دغو حملو په ارتباط په کابل کې د پاکستان سرپرست سفير جان بهادر وروغوښت.

اسلمي د پاکستان سرپرست سفير ته ويلي، د دغو وسلوالو بريدونو د تکرار په صورت کې به، افغان ځواکونه هم دا حق ولري، چې د پاکستاني سرتېرو پر پوستو بريد وکړي.

ده له پاکستانه د دغو بريدونو په اړه سپیناوی وغوښت.

د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه زياتوي، د کابل له پاره د پاکستان سرپرست سفير په ځواب کې بې خبري ښوولې، خو دغه ډول بريدونه يې غندلي دي.

د اعلاميې په حواله، بهادر ويلي، چې دغه ډول حملې د افغانستان او پاکستان اړيکي زيانمنوي.

د کندهار چارواکي وايي پاکستاني ځواکونو له سپکو او درنو وسلو په کار اخيستو د جمعې پر ورځ په معروف ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريد وکړ.

د بهرنيو چارو وزارت وايي په بريد کې يو افغان سرحدي سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

په کابل کې د پاکستان سرپرست سفير ژمنه کړې، چې د افغان حکومت اندېښنې به په اسلام اباد کې له چارواکو سره شريکوي.

تر دې مخکې په ننګرهار کې د پاکستان له خاورې ورته بريد شوى وو چې چارواکو د پاکستاني ځواکونو کار وباله.

څه کم يوه نيمه مياشت مخکې په ګوشتې ولسوالۍ کې افغان او پاکستاني پوځيان په خپلو کې نښته وکړه، چې په نتيجه کې يې يو افغان سرحدي پوليس ووژل شو.
XS
SM
MD
LG