د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان باید هېر نه کړو - ډنفورډ


هدایت سلطاني
په افغانستان کې د ناټو قوماندان خبرداری ورکړی که چېرې له دې هیواد څخه په راتلونکې کال کې د بهرینو ځواکونو له وتلو وروسته مرستندیو هیوادونو مرستوته دوام ور نه کړو نو د ۱۲ کالنې جګړې لاسته راوړنې به په سېند لاهو شي.


خبري اژانس لیکې ، له افغانستانه د ناټو په مشرۍ کې د جنګي ماموریت ترختمیدو وروسته له دي هیواد سره دمیلیاردونو ډالرو د پوځي او ولسي مرستو ژمنې شوې ، خو زیاتره افغانان وېره څرګندوي چې نړیواله ټولنه به دا هیواد هېر کړي.

خبري اژانس په افغانستان کې د امریکا د مشر قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ په حواله لیکي، د افغان ملي اردو او پولیسو د جنګي صلاحیت زیاتو له پاره د نورې سرمایه کارۍ ضرورت دی.

نوموړی زیاتوي، په دې هیواد چې کې څومره لاسته راوړنې شوي هغه د نړیوالو مرستندویه د مرستو پرته ځای ساتل ممکن نه دي .

ډنفورډ وایي، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په سیاسي ، پرمختیایي او امنیتي توګه موجودګي، د شوي پرمختګونو لپاره ډېره مهمه ده.

اې ایف پي اژانس لیکي چې د ډنفور‌ډ خبرې انډیښنې ښیي چې په راتلونکي کال کې شاوخوا (یو لاک) د نا ټو ځواکونه له افغانستانه وځي او د ولسمشر حامد کرزي د ولسمشر ۍ موده به هم پای ته ورسي نو ښایي افغانستان بې ثباته شي .

خبري اژانس د ډنفورډ په حواله لیکې، که چېرې په افغانستان کې شفافې او ازاد ټاکنې تر سره نه شوې نو قوی امکان دی چې ولس به له دې مطمیعن نه وي او نتیجه به یې تشدد وي.

په دې وروستو کې وسله والو طالبانو په کابل کې دوه بریدونه وکړل چې مقصد یې د امریکا په ملاتړ جوړ افغان حکومت بې ثباته کول دي.
XS
SM
MD
LG